جنوبي وزيرستان: پر امنيتي پوستې وسله وال بريد مرگ ژوبله واړوله
۱۳۸۹ مهر ۲۴, شنبهپېښه هغه وخت رامنځ ته سوه كله چې د نامعلومو وسلوالو كسانو لخوا د جنوبي وزيرستان په سره روغه سيمه كې د پاكستاني سرتېرو په يوه چوكۍ باندې د ناڅرګندو كسانو لخوا د سپكو او درنو وسلو ډزې وسوې.
د راپورونو تر مخې په دې پېښه كې چې ماښام ناوخته وسوه په تالاب چوكۍ كې موجود پنځه واړه پاكستاني سرتېري وژل سوي، له پېښي څخه وروسته پاكستاني ځواكونه د پېښي ځاى ته ورسېدل او ځوابي كاروايي يې وكړه، په اړه يې له هغه ځايه ځايي خبريال حاجي مجتبى وايي:
« دى وايي پېښه د جنوبي وزيرستان په علاقه سره روغه كې هغه وخت رامنځ ته سوه كله چې د نامعلومو وسلوالو كسانو لخوا د سيمي په امنيتي پوسته باندې د سپكو او درنو وسلو بريد وسو، چې له امله يې د سركاري ذرايعو په وينا پنځه سرتېري په ځآى مړه او يوه هم لا دركه دى، دى وايي: كله چې د پېښي ځاى ته امدادي سرتېري ورسېدل نو حمله كوونكيو له نزدې ځنګله څخه پايده پورته كړه او د پېښي له ځايه په تېښته كې بريالي سول.»
دا په دې سيمه كې لومړۍ پېښه نه بلكې تر دې مخكې هم دا رنكه پېښي سوې دي چې د نامعلومو كسانو لخوا د پاكستان امنيتي ځواكونه په وار وار په نخښه كړاى سوي دي، بلې خواته يو ځل بيل د شمالي وزيرستان په ميرعلي خېل سيمه كې په يو موټرباندې د امريكايي جاسوس الوتكو لخوا دوه توغندي وتوغول سول چې په موټر كې سپاره شپږ واړه كسان يې وژل، شمالي وزيرستان د پاكستان له يوولسو قبايلي مركزونو څخه يوه ناكراره سيمه ده چې تقريباً هره ورځ د امريكايي الكوتكو لخوا په كې ډورن حملې كېږي.
راپور: حبيب الرحمن تاثير/کوټه
کتونکی: احمدولي اڅکزی