جنوبي سوډان ته اضافي ځواک لېږل کيږي
۱۳۹۲ دی ۴, چهارشنبهپه جنوبي سوډان کي د ډله ييزو وژنو په اړه راپور ته په کتو سره د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرېکړه کړې ده چي په دغه هيواد کي د خپلو مېشتو ځواکونو شمېر تقريباً دوه چنده کړي.
د ملګرو ملتونو دغي تر ټولو لوړي جرګه ګۍ د رايو په اتفاق سره پريکړه کړې ده چي په جنوبي سوډان کي دي ۵۵۰۰ عسکر او ۴۴۰ تنه نور پوليس هم ځای پر ځای سي. تر اوسه پوري د مرکزي افريقا په دغه هيواد کي د ملګرو ملتونو تر بيرغ لاندي نزدې ۷۰۰۰ تنه عسکر او پوليس مېشت ول.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ويلي دي چي د دغو عسکرو تر ټولو ستره دنده به د ملکي وګړو ساتل وي: «خو موږ ته بايد دا خبره روښانه وي چي د اضافي ځواک په لېږلو سره هم کولای نه سو چي هر ملکي وګړی وساتو.» هغه زياته کړه: «ځکه نو د دغه بحران د حل له پاره يوې سياسي حل لاري ته اړتيا ده. پوځي حل لاره وجود نه لري.»
د قدرت پر سره د دوو قومونو جنګ
په ملګرو ملتو کي د جنوبي سوډان سفير فرانسيس دنګ، د امنيت شورا د پريکړي هرکلی کړی دی: «زه تاسو ته ډاډ درکوم چي زما حکومت به په دغو سختو شرايطو کي په خپل ټول توان سره هغه څه وکړي چي سوله او ثبات بيرته ټينګ سي.» د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانګ والتر شتاين ماير، هم د امنيت شورا پريکړه ستايلې ده. هغه ويلي دي: «موږ بايد اوس د هغه جنګ چي انګېزه يې قومي ده او کېدای سي چي په کورني جنګ بدل سي مخنيوی وکوو. که نه نو ټول هیواد ته به وغځېږي.»
د امريکا د بهرنیو چارو وزير جان کېړي، بيا تلاښ کوي چي په خپل منځکړي توب سره يو سمدلاسه اوربند رامنځته او د ښکېلو غاړو ترمنځ سياسي خبري اتري پيل سي. د امريکا د تلويزيوني شبکې «سی ان ان» د راپور له مخي جان کېړي، د جنوبي سوډان د جمهور رييس د پخواني مرستيال سره چي په جولای مياشت کي ليري سو تليفوني خبري کړي دي.
په جنوبي سوډان کي اوس د جمهور رييس سلوا کېړ، او د هغه د پخواني مرستيال رياک مشار، ترمنځ د قدرت پر سره شخړه روانه ده.
په زرونو انسانان وژل سوي
په جنوبي سوډان کي د ملګرو ملتونو د ماموريت د شمېرو له مخي په دغه هيواد کي تر هغه ډېر انسانان وژل سوي دي، لکه څو ورځي مخکي چي يې په اړه اټکل کېدی. په جنوبي سوډان کي د ملګرو ملتو د هييت مرستيال توبي لنزير، ويلي دي چي په پلازمېنه جوبا کي د هغه په نظر بې له «شکه» په «زرونو» انسانان وژل سوي دي. تر اوسه پوري د وژل سوو کسانو شمېر نزدې ۵۰۰ تنه ښوول سوی وو.
د ملګرو ملتو د بشري حقونو کميساري ناوي پيلي، په ژنيو کي د راپور ورکولو پر مهال ويلي دي چي په جنوبي سوډان کي په اول وار ډله ييز قبرونه کشف سوي دي. د ملګرو ملتونو په حواله په جنوبي سوډان کي د دغه سازمان تاسيساتو ته نزدې ۴۵۰۰۰ انسانانو پناه ور وړې ده.