1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنسي غلامي، مهاجرې ښځې او نيمګړي ارمانونه

۱۳۹۵ آبان ۲۳, یکشنبه

هرکال له نايجريا او نورو افريقايي هيوادونو څخه په زیات شمير کې ځوانې ښځې اروپا ته په دې نوم چې ښې دندې او ښه راتلونکې به ولري راوړل کيږي. خو وروسته ورڅخه په جنسي کاروبار کې کار اخيستل کيږي.

https://p.dw.com/p/2SdAx
Rettungsaktion von Ärzte ohne Grenzen Mittelmeer
انځور: DW/K. Zurutuza

اوس هم، هره مياشت اروپا ته زيات شمير ځوانې مهاجرې ښځې رسيږي چې د هرې يوې په سترګو کې ښې راتلونکې خوبونه وې، خو برخلاف له دغو ښځو او نجونو څخه زيات شمیر يې تر کلونو کلونو د جنسي غلامۍ په لومو کې نښتې پاتې کيږي.

د ايټاليا په سويلي ساحلونو کې د انساني قاچبرانو له شر څخه د ځوانو ښځو ژغورنه کوم اسانه کار ندی. له نايجريا او نورو افريقايي هيوادونو څخه هغه ځوانې ښځې او پيغلې چې د ېوې ښې راتلونکې په فکر اروپا ته مهاجرت کوي، ډیری يې د تمې خلاف د جنسي مقاصدو ښکار ګرځي. دغه مسئله اوس په سيمه کې په يوې سترې ستونزې اوښتې ده.

د ځوانو ښځو ژغورنه

کوم مهاجر چې د مديترانې سمندرګې له لارې د ايټاليا ټاپوګانو ته ځانونه رسوي، د سياسي پناه غوښتنې چارې یې ترلاس لاندې نيول کيږې او ماشومانو ته يې د لوبو سامان ورکول کيږي. په دې لړ کې د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره بيا تر ټولو زيات پام د ځوانو ښځو ژغورنې ته اړوي.

ويل کيږي چې له ۱۹۸۰ کال څخه راپديخوا له نايجريا څخه زيات شمير ځوانۍ ښځې ايټاليا ته راوړل کيږي. دغو ښځو سره په سر کې د ښو دندو او ښې راتلونکې ژمنې ترسره کيږي، خو وروسته انساني قاچاقبران هغوي جنسي کاروبارونو ته سوقوي.

لوړه تقاضا او«جبري جنسي کاروبار»

په دغه ځای کې د جنسی کاروبار لپاره د ځوانو ښځو تقاضا په پر له پسې توګه د زياتيدو په حال کې ده له همدې امله، په ورستيو څو کلونو کې د دغه کاروبار بازار په انتهايي توګه تود شوی دی.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړېوالې ادارې (IOM) پر وينا، په ۲۰۱۳ کال کې ۴۳۳ تنه نايجريايي پيغلې ايټاليا ته رسيدلې وې، چې په ۲۰۱۴ کال کې دغه شمیره ۱۴۵۴ ته پورته شوه. په همدې ډول تير کال ايټاليا ته د رسيدلو نايجريايي نجونو شمير څه باندې ۵۵۰۰ وه او د روان کال په لمړيو نهو مياشتو کې يې خبره آن تر نژدې ۸۰۰۰ پورې رسيدلې ده.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې کارکونکی لوکاپیانيسي واي:« له دغه شمير مهاجرو ښځو څخه، ۷۰ تر ۸۰ سلنه يې په جبري توګه جنسي کاروبار ته اړ ایستل کيږي، خو هغه زيات شمیر نابالغ مهاجر ماشومان چې ايټاليا ته رسيږي، هغوی بيا په دغه رديف کې نه راځي».

واټونو په غاړه د بدن نمایش

د فرانسې خبري آژانس پر حواله، هغه مهاجرې ښځې چې په جنسي کاروبار کې داخليږي، د نارينو د جذبولو په موخه تر ډیره حده د واټونو پر غاړه دريږي، څرنګه چې په فرانسې، هسپانيې، اتریش او نورو اروپايي هيوادونو کې دغه کار ترسره کيږي.

د مهاجرت نړيوالې ادارې، اوس په ايټاليا کې د دوه نايجريایي ښځو په ګډون یوه ۱۳ کسيزه ډله تشکيل کړې ده، دغه د هغو ښځو د ژغورنۍ په برخه کې کار کوي کوم چې د قاچاقبرانو په ولکه کې وي اوپه جبري توګه جنسي کاروبار ته استخدام کیږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.03.2016):