1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال James Mattis څوک دی؟

۱۳۸۹ تیر ۱۸, جمعه

جنرال James Mattis د امريکا متحده ايالاتو د مرکزي قومانداني چي انګريزي مخفف يي، CENTCOM دی او په افغانستان او عراق کي د جګړو څارنه په غاړه لري، د نوي مشر په توګه ونومول شو.

https://p.dw.com/p/OFTy
, General James N. Matti د افغانستان د دفاع زوير جنرال عبدالرحيم وردک سره په ويلنيوس کي په 2008 کال کي د ناتو تر مشري لاندي د ايساف او غير ايساف هيوادونو د يوي غوندي په څنډي کی خبري کوي
, General James N. Matti د افغانستان د دفاع زوير جنرال عبدالرحيم وردک سره په ويلنيوس کي په 2008 کال کي د ناتو تر مشري لاندي د ايساف او غير ايساف هيوادونو د يوي غوندي په څنډي کی خبري کويانځور: AP

Mattis چي نومونه يي بايد د کانګرس د سنا د مجلس له خوا هم تأييد شي، د جنرال ديويد پيترايس ځاي نيسي. جنرال پيترايس اوس په افغانستان کي د خپل خلف ، جنرال ستنلي ميک کريستل پر ځاي د جګړي قومانداني په غاړه لري، اخيستي ده.

د دفاع وزير رابرت ګيتس پرون (دبنجشنبی) په ورځ خبريالانو ته وويل « هغه مقام ته چي جنرال Mattis نومول شوي دي، په اوسني حساس وخت کي ډير مهم مقام دي.»

ګيتس جمهور رييس اوباما ته د جنرال Mattis د ټاکولو لپاره سپارښتنه وکړه او وويل چي هغه د متحده ايالاتو د اوسني جنګي قوماندانانو په جملي کي يو وتلي قوماندان او يو تکړه پوځي ستراتيژيست دي.

ګيتس د نوموړي څلور ستوري لرونکي سمندري جنرال په ستاينه کي وويل چي هغه نه يواځي د نوو عصري جنګي وسايلو سره له نژدي پيژندګلوي لري، بلکه پوهيږي چي « څرنګه پوځي ځواکونه د راتلونکي لپاره جوړښت پيدا کړي.»

د امريکا متحده ايالاتو د مرکزي قومانداني پخواني مشر، جنرال پيترايس تيره اوني په افغانستان کي خپل دنده وروسته له هغي اشغال کړه جمهور رييس بارک اوباما جنرال ميک کريستل او د هغه همکارانو د رولينګ ستون نومي مجله کي د جمهور رييس د مرستيال جوبايدن او د سپيني ماڼي د نور لوړ پوړو چارواکو په نسبت د اوباما د خپلي جملي له مخي « له پوځي مقام سره د نه مناسب سلوک» ډوله يادوني کړي وي.

جنرال Mattis هم په ډانګ پيلو خبرو کي شهرت لري. په يو مرکه کي د يوي کمري په مخکي په 2005 کال کي د جګړي په اړه ويلي يي ؤ چي ګواکي « په جګړه کي ډير څه شيان شته چي سړي تري خوندي اخلي. تاسي پوهيږي چي هلته د نارو او سور دوزخ دي.»

نوموړي په دي مرکه کي هغو امريکايي عسکرو ته چي افغانستان ته استول کيدل په اشاره سره وويل: « تاسي افغانستان ته ځي. داسي کسان هم شته چي د عسکر په توګه پنځه کاله خپل ژوند د ښځو سره په عيش او نوش کي تيروي، خو تاسي پوه شي چي دغو کسانو ته سړي د نارنيه خطاب نه شي کولاي. د داسي کسانو په ويشتلو باندي سړي بايد خوند واخلي.»

کله چي د دفاع وزير ګيتس څخه د جنرال Mattis د دا سپکاوي ډوله خبرو په کله پوښتنه وشوه چي ولي بياهم دغسي يو سړي د مرکزي قومنداني په سر کي ټاکل کيږي، په ځواب کي يي وويل: « په هغه وخت کي په مناسبو اقداماتو لاسو پوري شو او تيرو پنځو کلونو وښودله چي درس اخيستل شوي دي.»

ګيتس وويل چي هغه باور لري چي جنرال Mattis اوس په دي پوهيږي چي په عام محضر کي د خپل مقام سره سم وغږيږي.»

فرانس پرس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: رحيله اميري