1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال کتڅ: طالبان ډير کمزوره سوي دي

۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبه

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند وايي، چي په دغه هيواد کي وسله وال طالبان کمزوره سوي دي، او په دغه هيواد کي امنيتي حالت تر پخوا ښه سوی دی.

https://p.dw.com/p/16hFr
انځور: picture-alliance/dpa

په کابل کي د ايساف ځواکونو وياند الماني جنرال گيونتر کتڅ د المان د لومړي تلويزيوني چينل له راديو سره په مرکه کي وويل، چي طالبان د پخوا په پرتله ډير کمزوري سوي دي.

هغه وويل د افغانستان امنيتي وضعه د پخوا پرتله ډيره ښه سوې ده: «موږ په تېرو درو مياشتو کي د تېرکال په پرتله په سلو کي ۱۵سلنه لږ بمي بريدونه ليدلي دي. او د اکتوبر په مياشت کي بيا په هغو کي د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی.»

خو د ايساف له خوا احصائيې بيا يوازي هغه بريدونه ښيي چي په هغو کي بهرني او يا هم افغان امنيتي ځواکونو ته زيان رسېدلی وي. په هغو کي د عامو خلکو د وژل کېدو او يا هم زخمي کېدو په اړه څه نه دي راغلي. د جنرال ګيونتر کتڅ په حواله په تېرو درو مياشتو کي نزدې۱۱۰۰ تنه ملکي کسان وژل سوي دي، چي دا د قربانيانو ډېره لوړه شمېره ښيي، چي دې خبري د افغانستان د راتلونکي په اړه ډېري پوښتني راپورته کړي دي.

«هر څومره چي دوی مخ پر کمزوره کېدو وي، د هغوی تبليغات هم ډېريږي.»
«هر څومره چي دوی مخ پر کمزوره کېدو وي، د هغوی تبليغات هم ډېريږي.»انځور: picture-alliance/dpa

کتڅ وايي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته چي افغان امنيتي ځواکونه د خپل هيواد امنيتي مسئوليت په خپله پرغاړه اخلي هم به طالبان موجود وي:

«موږ بايد په دې خبره پوه يو چي هغه وخت به هم دلته طالبان موجود وي. او په حقيقت کي بايد داخلي ځواکونه د هغوی په مقابل کي بيا هم خپلي مبارزې ته اد امه ورکړي. خو موږ به بيا هم دلته پاته يو. نړيوال ځواکونه د افغان امنيتي ځواک ملاتړ وکړي. افغانان مجبوره نه دي چي دغه مبارزه په يوازي سر پرمخ بوزي.»

خو ترهغه وخته پوري لا دوه کاله پاته دي او نور ډېر مشکلات په مخ کي دي. تر ټولو ستره ستونزه دوست-دښمن بريدونه دي. د روان کال په دوبي کي د بهرنيانو پر ضد په يونيفورم کي د افغانانو له خوامخ ډير بريدونه تر سره سول. ښاغلی کتڅ په دې اړه وايي:

«تر دغه ډول هر بريد وروسته طالبانو ويلي دي چي دا موږ وو، دا کار زموږ يوه غړي تر سره کړ. موږ په تاسو کي نفوذ کړی، خو په حقيقت کي دوی نور کمزوره سوي دي، هر څومره چي دوی مخ پر کمزوره کېدو وي، د هغوی تبليغات هم ډېريږي.»

خو بيا هم د ځواکونو موضوع ډېره مهمه ده. د کتڅ په خبره دغه موضوع ډېره جدي نيول کيږي. هغه وايي په دې لاره کي ډېر تدابير تر لاس لاندي دي چي څرنګه د دغه شان بريدونو مخنيوی وسي:

«د مثال په ډول زه خپل ميز ته ناست يم او يوه ډکه توپکچه مي مخته پرته ده، نو دغه وسله د ايساف ځواکونو له پاره د اعتبار وړه ده، نه يوازي په کمپ، بلکي په ټول هيواد کي.»

په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند په پای کي وايي چي يوه خبره روښانه ده، هغه دا چي لويديځ ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کي پاته وي.

کيوستنر/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل