1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال هوک : په افغانستان کي به راتلونکی دوبی ډيرخونړی وي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۱, جمعه

په داسي حال کي چي امريکايي چارواکي په جنوب کي د پوځي بن بست څخه خبري کوي، جنرال هوک اوسني وضعيت ته ددې اصطلاح له استعمال سره موافق نه دی، او دا غلط فهمي بولي ...

https://p.dw.com/p/HiKD
په افغانستان کي دنورو عسکرو په راتلو سره هم دوضعي د سميدو امکانات ډير لږ معلوميږي
په افغانستان کي دنورو عسکرو په راتلو سره هم دوضعي د سميدو امکانات ډير لږ معلوميږيانځور: AP

د افغانستان په جنوب کي چيري چي لويديځ ځواکونه د ياغيانوسره په جګړواخته دي « خونړی دوبی» په مخکي لري .

د ناټو تر قوماندي لاندي د ځواک د قوماندان مرستيال بريد جنرال داويد هوک وويل : «مونږ ته ښه روښانه ده چي جګړي تُندي کيږي او پوهيږو چي مرګ ژوبلي به ورسره هم وي، خو دا هيله هم لرو چي له طالبانو څخه هغه سيمي بيرته ونيسو چي دوی تراوسه پوري نيولي دي .»

جنرال هوک دغه خبري د رويټر له خبري آژانس سره په يوه مرکه کي په کندهار کي ددوی په هډه کي وکړې .

د ناټو احصاييه ښيي چي د روان ميلادي کال په لومړيو درو مياشتو کي زورزياتی د تيرکال په پرتله ( په عين موده کي) په سلو کي 73 ډير شوی دی .

راتلونکي اونۍ به افغانستان ته د 17000 امريکايي عسکرو اوسمندري پوځيانو شاهدي وي . هغوی دافغانستان په جنوب کي چي د طالبانو دپاڅون او نشه يي موادو دکرلو او توليد مرکز بلل کيږي ،د ناټو له ځواکونو سره يو ځاي سي .

جنرال هوک په خپله مرکه کي وايي : « نښتي به نوري هم تُندي سي ، ځکه په زرګونو نوي امريکايي سرتيري هغوځایو ته ځي ،چي اوس د ياغيانو تر کنترول لاندي دي . هغوي هم د جګړو دپاره تياری نيولی دی .

خوده وويل دوبی چي دپخوا څخه په دغه غرني هيوادکي د جګړو فصل دی ،په پای کي به نړيوال ځواکونه وکولای سي چي په جنوب کي 90 فيصده اوسيدونکي تر يوه حده د امنيت څخه برخه من کړي، هغه چي اوس يوازي په سلو کي 60 يې لري .

بن بست

په جنوب کي د ناټو د ځواکونو د قوماندان مرستيال جنرال هوک وويل : دا يو «بدلونکی ټکی » دی . دا هغه يو ټکی دی چي موږ غواړو ورته ورسيږو ترڅو هغه بشري شرايط برابرکړو چي د بيارغوني مؤسسې راسي او په د غو سيموکي په کار پيل وکړي .

نوي امريکايي سرتيري به هغه بريتانوي، کاناډايي، هالنډي او د ناټو نور سرتيري پياوړي کړي چي په جنوب کي دياغيانو پرضد همدا اوس جنګيږي . لوړ پوړي امريکايي چارواکي وايي چي په دغوسيمو کي افغان او نړيوال ځواکونه دواړه له ياغيانو سره په نښتو کي له بن بست سره مخامخ دي .

د نووامريکايي سرتيرواستول په جنوب کي د نړيوالو ځواکونو د زياتوالي يوه ډيره لويه څپه ده . متحده ايالات په افغانستان کي په اوسني وخت کي 32 زره سرتيري لري . د روان ميلادي کال تر پايه به د هغو شمير 68زرو ته ورسيږي .

سر بيره پر هغو32 زرو نورو عسکرو چي دنورو لويديځو هيوادو څخه هلته موجود دي ، ځينو هيوادو ويلي دي، چي په خپلو عسکرو کي به يو څه زياتوالي رامنځ ته کړي .

جنرال هوک بيا وويل ،« مونږ په جنوب کي يوه ټکي ته رسيدلي يو چي د سرتيرو دکموالي له امله نه مخته تلای سو او نه وروسته . په همدې وجه دلته 17 زره امريکايي سرتيري زموږ سره يو ځای کيږي .»

ده وويل لوی امتحان اوس دا دی چي څرنګه د ځواکونو د لمن د پراخيدو لپاره لاره اواره سي . په راتلونکو څو اونيو کي د نوو سرتيرو په رارسيدو سره په جنوب کي د بهرنيو ځواکونو اوسنی شمير دوه برابره کيږي .

دهلمند په بيدياو کي د بريتانويانو په اوسني Camp Bastion پوځي هډه کي به اته زره امريکايي بحري پوځيان هستوګنه مومي . سر بيره پر دغي هډې په جنوب کي څلورنوري پوځي هډي او يو شمير هوايي کرښي جوړي شوي دي .

بريد جنرال هوک وايي: « لوژستيک خورا پيچلې موضوع ده . که چيري يوه غلطي رامنځ ته سي، نو ټول پلان ګډوډ کيږي .»

په داسي حال کي چي امريکايي چارواکي په جنوب کي د پوځي بن بست څخه خبري کوي، جنرال هوک اوسني وضعيت ته ددې اصطلاح له استعمال سره موافق نه دی او دا غلطي فهمي بولي .

«دا اصطلاح په لومړۍ نړيواله جګړه کي استعمال شوه چي دجګړي دواړو خواوو مساوي انډول درلودۍ .خو دلته دا حالت نه دی .»

بريتانوي جنرال يادونه وکړه : خو خبره دا ده چي « آيا مونږ غواړو دلته تر يوې کافي مودې پوري پاته شواوکه نه .»

Reuter/ باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري