1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال رازق: پاکستانۍ روپۍ کارول جرم وګرځول سو

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ مرداد ۱۷, یکشنبه

د کندهار ولايت امنيه قومندان ويلي چي د پاکستاني روپيو کارول جرم ګرځول سوی دی. دا په داسي حال کي چي ورځي تر مخه په کندهار کي پر روپيو بنديز لګول سوی ؤ.

https://p.dw.com/p/1JcuC
Afghanistan Währungshändler
انځور: DW/M. I. Spesalai

د افغانستان د سويلي ولايت کندهار امنيه قومندان مل پاسوال عبدلرازق اعلان کړی، چي په دغه ولايت کي د پاکستانۍ کلدارو يا روپيو کارول جرم ګرځول سوی دی.

جنرال عبدلرازق چي ورته د افغانستان د تر ټولو واکمنو کسانو څخه د يو په سترګه کتل کيږي، د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اګست ۷مه نېټه) يې په دې تړاو د اسوشيېتد پريس خبري آژانس سره خبري وکړې.

د جنرال عبدلرازق د وروستي اعلان څخه څو ورځي تر مخه لا په کندهار کي پر پاکستاني روپيو بنديز لګول سوی ؤ. په وروستي اعلان سره د يادو بهرنيو پيسو کارونه جرم بلل سوې ده. بنديز لګوونکي افغان چارواکي وايي چي دغه بنديز د افغانيو پر قيمت مثبت اغېز لرلی دی.

د دې پوښتني په جواب کي چي د کلدارو کارونکو په وړاندي به څه ډول قانوني چلن کيږي، يا به هغوی څه ډول مجازات کيږي، په هکله يې جنرال عبدلرازق وويل چي تر اوسه يې سزا نه ده ټاکلې.

پاکستاني روپۍ د افغانستان په ختيځ او سويل کي د تجارتي راکړي ورکړي له پاره په لويه پيمانه کارول کيږي. دا په هغو سيمو کي کومي چي د ګاونډي هيواد پاکستان سره پوله لري.

جنرال عبدالرازق ويلي چي دغه بنديز د پاکستان له لوري د وسله والو طالبانو سره د مرستو په غبرګون کي لګولی دی. خو پاکستاني چارواکي دغه ډول تورونه ردوي.

د هغه وروسته چي په ۲۰۰۱ کال د امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کي د طالبانو رژيم ړنګ کړ، نو زيات وسله وال طالبان او مشران يې پاکستان ته واوښتل.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه: