1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال رازق: موږ قاتلان نه يو

۱۳۹۰ مرداد ۴, سه‌شنبه

جنرال عبدالرازق، چي يو مهال د کندهار د سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک د امنيت مشر وو او د طالبانو په وړاندي په تريخ چلند شهرت لري اوس د کندهار د پوليسو د مشر په توګه ټاکل سوی. پر هغه تور دی، چي په ولسوالۍ کي يې خلک وهل ټکلول.

https://p.dw.com/p/123V3
د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق
د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازقانځور: DW

نوموړي په هغه ويديو کي چي د سوله ساتونکو ځواکونو له لوري رسنيو ته سپارل سوې پر ځان دغه لګيدلي تورونه په کلکو ټکو ردوي.

د ايساف د مرکزي قوماندانۍ له لوري د دغه ويديويي فلم يوه کاپي نن په کابل کي دويچه ويله ته هم استول سوې، چي پکښي جنرال عبدالرازق د افغانستان د جنوب حالات مخ پر ښه کيدو بولي.

« موږ قاتلان نه يو خو څوک چي زموږ وطن خرابوي، هغوی ته تسليميدای نه سو او له هغوی سره به جنګيږو. دا له بهره پر موږ تپل سوی جنګ دی زموږ ګاونډيانو پر موږ تپلی دی».

جنرال عبدالرازق يوازي څو اونۍ دمخه د کندهار د نوي امنيه قواندان په توګه ټاکل سوی او د هغه د ماموريت له پيل راهيسي تر ټولو ستره پيښه په دغه ښار کي د ولسمشر کرزي د ورور احمد ولي کرزي ترور وو.

دغي پيښي وښوده چي په ريښتيا هم کندهار چي د افغانستان د جنوب زړه بلل کيږي حالت څومره کړکيچن دی.

دغلته د ډيرو ادارو مشران وژل سوي او ګڼ حکومتي ادارې مشران نه لري.

جنرال عبدالرازق وايي د دښمن اصلي سرچينه يي په کندهار کي نه سته.

د کندهار ولايت د پوليسو مشر وايي، چي د دوی استخباراتي راپونه ښيي چي حکومت ضد جنګيالي د ايران او پاکستان له لوري تمويليږي او د هغوی مشرتابه او ځالي هم په همدغو دوو ګاونډيو ملکونو کي دي.

« د دښمن اصلي منبع دلته نه ده، هغه نوي سلنه په پاکستان کي ده، لس سلنه په ايران کي دي، د دښمن پر پټن ځای او روزن ځای بايد فشار راوړل سي، ملا عمر چيري دی؟ د کوټي شورا چيري ده؟ د هغوی واليان او ولسوالان چيري دي؟».

خو سره له دغو ننګونو چي په کندهار او بيا د سويل په ډيرو ولايتونو کي د امنيت په وړاندي پرتې دي، د پوليسو دغه جنرال باوري دی، چي پرمختګ روان دی او په حالاتو کي مثبت بدلون ليدل کيږي.

کندهار د افغانستان له هلمند ولايت سره په ګاونډ کي پروت دی، چي له پاکستان سره اوږده پوله لري.

له دغه ولايت څخه تيره مياشت د کاناډا حکومت خپل ټول سرتيري وايستل او اوس امريکايي قواوي دلته مشري کوي.

د ګاونډي هلمند ولايت امنيتي چاري يي څه موده دمخه افغان ځواکونو ته وسپارل سوې. اوس به دي پوښتني ته وخت ځواب ورکړي، چي ايا د کندهار نا امني پر هلمند څه نوي اغيزي لرلای سي که څنګه.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل