1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال دوستم له يوه وسله وال بريده روغ رمټ وتلی

۱۳۹۴ مرداد ۳۰, جمعه

افغان چارواکي وايي چي د افغانستان په شمال کي د ولسمشر غني پر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم باندي وسله وال يرغل سوی دئ، خو هغه روغ رمټ دئ. د بريد پړه تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې.

https://p.dw.com/p/1GJZK
انځور: picture-alliance/dpa

د جنرال دوستم وياند رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي بريد نن د جمعې په ورځ په فارياب ولایت کي سوی دئ او دوستم او ساتونکو ته ئې زيان نه دی رسېدلی.

د دوستم د موټرو پر کاروان هغه مهال وسله وال بريد سوی دئ، چي د فارياب ولايت پر يوه عمومي سړک د تيرېدو په حال کي وو.

د دوستم وياند زياته کړې ده چي په بريد کي دوی ته هيڅ زيان نه دی رسېدلی، خو اته تنه بريد کوونکي وژل سوي او يو شمېر ئې ژوندلي نيولي دي.

دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي نيول سوي کسان څوک دي. د پيښي پړه هم تر اوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستې.

په افغانستان کي دغه شان ځيني پیښي د شخصي دښمنيو په سبب هم رامنځ ته کیږي.

د دوستم په مشرتوب له څه مودې راهيسي د افغانستان په شمال په ځانگړې توگه فارياب ولايت کي د دوی په خبره د وسله والو پر ضد عملیات پيل سوي دي.

د فارياب د عملياتو په اړه هم تر اوسه پوري په رسمي ډول څه نه دي ويل سوي.