1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال داود: په شمال کي امنيت د ډاډ وړدی

۱۳۸۹ آبان ۱۳, پنجشنبه

په شمال کي د پوليسو د ۳۰۳ پامير زون قوماندان وايي چي په تيرو څو اونيو کي د افغانستان په شمال کي د امنيت په برخه کي يو لوي پرمختګ سوی.

https://p.dw.com/p/PyPc
جنرال داود داود
جنرال داود داودانځور: DW

جنرال داود داود له حکومت سره په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کي د دولت ضد وسله والو د يو ځای کيدو د بې ساري لړۍ د پيليدو خبره کوي.

په دې لړ کي سل تنه وسله وال نارضيان تر اوسه له جګړې لاس پر سر سوي دي.

جنرال داود نن په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال له فارياب، تخار، کندز، بغلان او سرپل ولايتونو څخه د هغو ولايتونو په توګه نوم واخيست چي په امنيتي حالت کي يې مثبت بدلون راغلی.

تر دې دمخه داسي ويل کيده چي طالبانو د ملک له سويل څخه شمال ته مخه کړې او غواړي چي هلته امنيتي وضعه ګډوډه کړي.

د افغانستان په يو شمير شمالي ولايتونو کي روان کال امنيتي حالات چندان سم نه وو.

نوموړی وايي چي د تخار په درقد، خواجه بهاو الدين او ينګي قلعه ولسواليو کي يې د مخالفينو ځالي دړي وړي کړي او د هغوی قوماندان له حکومت سره يو ځای سوی دی.

جنرال داود په بغلان او کندز کي هم د ګڼ شمير دولت ضد وسله والو د له مينځه تګ خبره وکړه چي په وينا يې په دې کار سره په شمال کي امنيتي حالت د هري ورځي په تيريدو ښه والی مومي.

نوموړی وايي چي کله اوس يوه سيمه له دولت ضد وسله والو نيول کيږي هلته سرتيري هډي جوړوي او بيا يي د مخالفينو لاس ته بيرته له لويدو ساتي.

جنرال داود دا هم وويل چي په شمال کي د مخالفينو په بريدونو کي په تيرو څو اونيو کي ديرش سلنه کمښت راغلی او ملک ته له شماله راغلي عمده لويي لاري اوس په کامله توګه خوندي دي.

د ۳۰۳ پامير زون قوماندان ومنله چي يو شمير اورپکي چي ورباندي د افغانستان په خاوره کي فشار اچول سوي وو د پولي هغي غاړي ته د افغان – تاجک سرحدي سيمي ته تښتيدلي دي.

جنرال داود وويل چي دغه سيمه د افغانستان په واک کي نه ده خو له تاجک پوله ساتونکو څخه يې د هغوی د تعقيب او ټکولو لپاره د مرستي غوښتنه کړې:

«د طالبانو ۳۵ کسان د تخار ولايت څخه کله چي زموږ د ځواکونو تر بريدونو لاندي راغلل د تاجکستان اړخ ته ور واوښتل او په هغه ځنګلي سيمي کي پټ سوي چي شاوخوا شپږ هکټاره به وي، بيا هم موږ هڅي کو چي دغه کسان يا ژوندي ونيسو او يا يې ووژنو».

د افغانستان په شمال کي په داسي حال کي د امنيتي حالت د ښه کيدو ډاډ ورکول کيږي چي اوس يوازي کورني اورپکي نه بلکي د منځنۍ اسيا د يو شمير هيوادونو چريکان هم له دولت سره جنګيږي.

جنرال داود داود هم ومنله چي په يوه نښته کي چي د تخار او کندز تر منځ له پوليسو سره وسوه، وروسته د هغه تاجګ وګړي مړی وموندل سو چي ښايي د القاعدې ډلي پلوي به يې کوله.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل