1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال اکرام الدین د ځانمرګي بريد څخه روغ رمټ ووتی

۱۳۸۹ مرداد ۱۷, یکشنبه

د هرات په ګذرې ولسوالۍ کي د۶۰۶ انصارنومي ساحوي زون د پوليسو د قوماندان پر موټريز کاروان ځانمرګی بريدوسو. جنرال د پيښي څخه سلامت وتلی.

https://p.dw.com/p/Of16
په سيمه کي يوشمېرکسانو چي حادثه يې په سترګوليدلي ويلي دي چي ډيرکسان مړه او ټپيان سوي دی.
په سيمه کي يوشمېرکسانو چي حادثه يې په سترګوليدلي ويلي دي چي ډيرکسان مړه او ټپيان سوي دی.انځور: AP

دساحوي زون دپوليسوقوماندانۍ د مرستيال جنرال ضيامحمدي په خبره د يوې مېرمني په شمول ۴تنه پوليس مړه او ۵تنه ټپيان دي.

خو په سيمه کي يوشمېرکسانو چي حادثه يې په سترګوليدلي ويلي دي چي ډيرکسان مړه او ټپيان سوي دی.

د هغوﺉ په خبره د پيښي په ځای کي شاوخوادکانونو اور اخستی يا را نړېدلي دي.

د ځايي روغتونونو مسوولين وايي چي روغتون ته يو شمېر ټپيان ور وړل سوي دي چي پکښي شپږ تنه پوليس دي.

د ساحوي روغتون دعاجلي برخي ډاکټر برکت الله محمدي د المان ږغ راډيو خبريال ته ويلي دي چي د زخميانوروغتيايي حال ښه دی او د غه راز د ګزرې ولسوالۍ د ر وغتون ډاکټرمحمدامان اماني بياويلي دي چي پنځه تنه ټپيان ورته رسيدلي دي ولي په اړه يې نور څه نه دي ويلي.

بله خوا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د پيښي مسووليت په غاړه اخستی او زياته کړې يې ده چي ۱۲تنه خارجي اوکورني عسکريي وژلي دي.

خو د غرب زون د پوليسوقومانداني وياندعبدالر وف احمدي بيا د طالبانودا ادعارکړې ده او ويلي يې دي چي په پېښه کي ۲تنه مړه او۵تنه ټپيان دي.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: زيارمل