1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال الين د پيتريوس په قضيه کي برائت واخيست

نجيب الله زيارمل (dpa,dw)۱۳۹۱ بهمن ۴, چهارشنبه

د امريکا متحده يالاتو د دفاع وزارت وايي چي جنرال جان الين د پيتريوس په عشقي قضيه کي له ټولو تورونو څخه برائت واخيست، پر الين باندي تور وو چي گويا هغه يوې ښځي ته «نامناسب» بريښناليکونه لېږلي دي.

https://p.dw.com/p/17Q0x
انځور: Reuters

د متحده ايالاتو د دفاع وزارت يا پنتاگون وياند جورج ليتل د سه شنبې په ورځ ويلي دي، چي د پلټونو له مخي په افغانست کي د ناټو پر عمومي قومندان جنرال جان الين باندي لگول سوي تورونه نه دي ثابت سوي.

وياند زياته کړې ده، چي د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير ليون پنيتا، د الين پر رهبرۍ باندي «کامل باور» درلود.

دغه ۵۹ کلن څلور ستوري جنرال اوس په افغانستان کي د ايساف ځواک عمومي قومندان دئ.

د الين په اړه د ۲۰۱۲ کال په نوامبر مياشت کي له هغه وروسته تحقيقات پيل سول چي د امريکا متحده ايالاتو د استخباراتي ادارې (سي آی آې) مشر ديويد پيتريوس له خپلي دندې استفعا وکړه.

د پيتريوس د استعفا دليل له يوې ښځي سره ناجايزه اړيکي وې. پيتريوس له پاولا برادويل نومي ښځي سره چي د هغه د ژوند په اړه ئې کتاب ليکئ ناجايزه اړيکي لرلې.

د امريکا د کورنيو استخباراتو يا FBI ادارې هغه مهال ناببره د پيتريوس او مېرمن برادويل د اړيکو په اړه معلومات ترلاسه کړل، چي د پيتريوس او جنرال الين يوې گډي ملگري مېرمن جيل کيلي دغي ادارې ته شکايت وکړ چي گواښونکي برېښناليکونه ورځي.

وروسته بيا پلټونو وښووله چي مېرمن جيل کيلي ته برېښناليکونه د مېرمن برادويل له خوا استول کيږي او مېرمن برادويل بيا له جنرال جان الين سره اړیکي لري.

هغه ايميلونه چي د مېرمن برادويل له خوا مېرمن جيل کيلي ته استول سوي ول، ښوول ئې چي برادويل د کيلي او پيتريوس ترمنځ د دوستۍ په اړه حسادت ښوولی دئ.

د والستریت ژورنال د يوه راپور له مخي په دغو برېښناليکونو کي چي برادویل مېرمن کیلي ته استول، په یوه کي ئې راغلي دي چي برادویل لیدلي دي چي کیلي «هغه» تر مېز لاندي په تحریکوونکي ډول لمساوه. البته په دې ایميل کي د چا نوم نه دئ اخیستل سوی او یوازي د «هغه» کمله کارول سوې وه.

د پيتريوس تر استعفا وروسته د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت يوه چارواکي هغه مهال وويل، چي جنرال جان الين د جنرال ديويد پيتريوس د عشقي جنجال په قضيه کي تر څېړنو لاندي دئ.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جنرال الين ملاتړ اعلان کړی وو. د سپيني ماڼۍ وياند جې کرني د تير عيسوي کال په نوامبر کي خبريالانو ته وويل: «ولسمشر بارک اوباما د جنرال جان الين او په افغانستان کي د هغه د خدمتو په اړه ښه نظر لري.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت هغه مهال ویلي ول چي د جنرال الین له۲۰ څخه تر ۳۰ زرو پوري مکالمې تر څیړنې لاندي دي. د والستریت ژورنال ورځپاڼې ویلي ول چي په دغو مکالمو کي له۲۰۰ څخه تر۳۰۰ پوري داسي ایمیلونه هم شامل دي چي د جنرال الین او مېرمن کیلي تر منځ رد و بدل سوي دي.