1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جمهوري غوښتونکو په کانگرس کې اکثریت ترلاسه کړ

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۱۵, پنجشنبه

د امریکا د «ولسمشرۍ دورې د نیمایي» په پارلماني ټاکنو کې جمهوري غوښتونکو د سنا له سلو څوکیو څخه لږ تر لږه ۵۲ گټلي دي او په دې ترتیب سره یې د کانگرس په دواړو خونو کې اکثریت ترلاسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/1Dgvj
انځور: Reuters/Mark Makela

جمهوري غوښتونکو د امریکا متحده ایالاتو د «ولسمشرۍ دورې د نیمایي» په پارلماني ټاکنو کې په سنا کې هم له دیموکراتانو څخه د اوو څوکیو په گټلو سره اکثریت ترلاسه کړ. په دې ترتیب سره جمهوري غوښتونکو له ۲۰۰۶ کال راهیسې د لومړي ځل له پاره د امریکا د گانگرس په دواړو خونو سنا او د استازو په مجلس کې، اکثریت ترلاسه کړ.

د جمهوري غوښتونکو د ملي کمیتي مشر راینس پریبوس، ویلي دي: «امریکایانو پر جمهوري غوښتونکو باندې اعتماد کړی دی.» لوړپوړي جمهوري غوښتونکی سناتور میچ مک کونیل، به په سنا کې د اکثریت مشر شي. د دیموکرات گوند سناتور هیري رید، چې تر دې مخکې په سنا کې د اکثریت مشر وو، خپل جمهوري غوښتونکي سیال ته مبارکي ویلي ده او د گډ کار غږ یې کړی دی. رید ویلي دي: «د رای ورکوونکو پیام روښانه دی. هغوی غواړي چې موږ یو له بل سره یو ځای کار وکړو.»

جمهوري غوښتونکي د امریکا متحده ایالاتو د گانگرس د استازو په مجلس کې له ۲۰۱۰ کال راهیسې اکثریت لري. هغوی د سه شنبې ورځې (د نوامبر ۴مه) په ټاکنو کې هم د دغه اکثریت په ساتلو او ان د هغه په لا پیاوړي کولو وتوانیدل.

جمهوري غوښتونکي د گورنرانو یا د ایالتونو د مشرانو ټاکنې هم په ډیرو ایالتونو کې گټلې دي. خو د ولسمشر اوباما له پاره ښايي تر ټولو دردوونکي خبره دا وي چې د هغه په خپل ایالت کې هم جمهوري غوښتکی نوماند گټونکی شوی دی.

د گانگرس په دواړو خونو کې د اکثریت له نه لرلو سره، ښايي اوباما د قوانیونو په تصویبولو کې له پراخه ستونزو سره مخامخ شي. پر دې سربیره به د هغه سیاسي مخالفین وتوانیږي چې په قضايي او نورو بخشونو کې د کسانو د گومارلو پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کړي.

په امریکا متحده ایالاتو کې ډیر وخت د ولسمشر گوند «د دورې د نیمایي» په ټاکنو کې د گانگرس کنترول له لاسه ورکوي. جمهوري غوښتونکو له دغې موقع څخه ښه گټه پورته کړه او پر ولسمشر اوباما باندې د هغه د ریفورمونو او پالیسیو له کبله سختې نیوکې وکړي چې ښايي د ډیر شمیر رای ورکوونکو پام یې جلب کړی وي.

اوس چې جمهوري غوښتونکي د کانگرس په دواړو خونو کې اکثریت لري ښايي هغوی خپل وړاندیز شوي قوانین او پروژې لکه د دندو قانون، د «کینستون ایکس ایل پایپ لاین» پلان او داسې نور تصویب کړي. هغوی ښايي په ځینو مسایلو کې لکه د مالیې د قوانیو په برخه کې له اوباما سره همکاري وکړي خو جمهوري غوښتونکي به د اوباما اصلي ریفورم چې اوس په «اوباما روغتیایي قانون» یادیږي، له سختو ننگونو سره مخامخ کړي.

د امریکا کانگریس دوه خونې لري چې د سنا مجلس او د استازو مجلس دي. هر ایالت په سنا کې دوه استازي لري چې سناتوران نومیږي خو د استازو په مجلس کې بیا هر ایالت د خپل نفوذ او پراخوالي په اندازه حضور لري. د دورې د نیمایي په ټاکنو کې د سنا مجلس پر یو شمیر څوکیو، د استازو مجلس پر څوکیو او د گورنرانو پر څوکیو باندې سیالي کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب