1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جلال آباد: د هند قونسلګرۍ ته څېرمه برید شوی

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۱۲, شنبه

د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې د هند قونسلګرۍ ته څېرمه ځانمرګی برید شوی دی. د چارواکو د وینا له مخې په دغه برید کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او نور ۲۲ تنه ټپیان شوي دي. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/19JBg
انځور: picture alliance/AP Photo

د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي، له دویچه ویله سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د شنبې په سهار شاوخوا لس بجې درې تنه ځانمرګي برید کوونکي چې په یوه کرولا ډوله موټر کې سپاره ول غوښتل چې د هند پر قونسلګرۍ ځانمرګی برید تر سره کړي. د هغه په وینا د سختو امنیتي تدابیر له امله دوی ونه شو کولای چې داخل ته ولاړ شي، هغه زیاته کړه: «یوه ځانمرګي برید کوونکي موټر ته انفجار ورکړ او له دوو نورو نفرو څخه چې له موټره ښکته شوي ول، یو تن د پولیسو په ډزو او بل تن خپله د چاودنې په پایله کې ووژل شو.»

د عبدالزي په وینا د موټر بم چاودنې له امله ۸ تنه ملکي کسان وژل شوي او نور ۲۵ ټپیان شوي هم دي.

د ننګرهار ولایت د پولیسو مشر شریف الله امین، د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «د ځانمرګي برید کوونکي هدف د جلال آباد په ښار کې د هند قونسلګرۍ په نخښه کول وو، خو شاوخوا سل متره تر مخه هغه د پولیسو له لوري وپیژندل شو او هغه جومات ته څیرمه خپلو چاودیدونو توکو ته انفجار ورکړ.»

د شریف الله امین په وینا په دغه موټربم چاودنه کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او نور ۲۲ تنه ټپیان دي. د دغو کسانو زیاتره برخه هغه ماشومان جوړوي چې په جومات کې په دیني زده کړه بوخت ول.

په نوي ډهلي کې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید اکبر الدین، ویلي دي چې په دغه برید کې د قونسلګرۍ هندي دیپلوماتانو ته کوم زیان نه دی اوښتی او ټول خوندي دي. په عین وخت کې طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د دویچه ویله د ځایي خبریال د رپوټ له مخې اوس دغه سیمه د پولیسو له لورې کلا بنده شوې ده او چاته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي. د رپوټ له مخې د چاودنې له امله قونسلګرۍ ته څیرمه د کورونو ښیښي ماتې شوي دي. د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير وويل چې تر اوسه روغتون ته د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ ټپيان راوړل شوي دي. د هند قونسلګري د امیر شهید باغ شا ته پرته ده.