1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمنی ډيپلومات د طالبانو او امريکا منځگړيتوب کوي

۱۳۹۰ خرداد ۲, دوشنبه

د المانۍ چاپي مجلې شپيگل په وينا و پاکستان او افغانستان ته د المان ځانگړي استازي ميشايل شټاينر د افغانستان د طالبانو او متحده ايالتونو تر منځ د خبرو اترو منځگړيتوب کړی دی.

https://p.dw.com/p/11Lai
ميشايل شټاينر
ميشايل شټاينرانځور: AP

د المان يوې خبري چاپي مچلې ډېر شپيگل د يکشنبې په خپله گڼه کي په يوه راپور کي ليکلي دي چي يوه الماني ډيپلومات د امريکا او طالبانو منځگړيتوب کړی دی. په راپور کي راغلي چي و افغانستان او پاکستان ته د المان ځانگړي استازي ميشايل شټاينر د هغو پټو خبرو اترو منځگړيتوب کړی دی چي د امريکا او افغانستان د وسله والو طالبانو د استازو تر منځ تر سره سوي دي.

د افغانستان يوه چارواکي يوه اونۍ تر مخه دغه خبره بربنډه کړې وه چي د امريکا د متحده ايالتونو او د وسله والو طالبانو تر منځ درې ځله خبري اتري تر سره سوي چي وروستۍ دوه ځله دغه خبري د جرمني پر خاوره سوي دي.

ډېر شپيگل زياته کړې چي د متحده ايالتونو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو لړۍ په مني کي هغه وخت پېل سوه کله چي د دوی استازو په قطر کي لومړۍ ليدنه کتنه وکړه. د راپور له مخي دويمه کتنه د مېلادي کال په پېل کي په المان کي تر سره سوه او درېيمه ليدنه د روانې مېلادي مياشتي می په 7 مه او 8مه نېټه يو ځل بيا په المان کي تر سره سوه.

د راپور له مخي په دغو ليدنو کي د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو د وزارت تر څنگ د ايالتونو د استخباراتي ادارې سي آی اې غړو گډون کړی دی. راپور وايي چي د طالبانو لخوا په خبرو کي يوه داسي کس برخه اخيستې چي د ملا محمد عمر سره نژدې اړيکي لري. باور کيږي چي دغه کس د خبرو اترو لپاره جرمني ته الوتلی ؤ.

تېر کال د طالبانو او امريکا تر منځ د خبرو اترو موضوع هغه وخت په رسنيو کي راغله کله چي وويل سول چي په خبرو اترو کي ونډه اخيستونکی د طالبانو قومندان نه بلکه يو جعلي کس ؤ. دغه کس د ناټو سره د خبرو اترو لپاره و کابل ته په الوتکه کي بېول سوی ؤ.

احمدولي اڅکزی / آژانسونه
کتونکی: عبدالباري حکيم