جرمني په ډير مشکل سره يو پراتم فاينل ته راووتی
۱۳۸۹ تیر ۳, پنجشنبهددغي ورځي دC دگروپ څخه اولي دواړي مسابقې چه پر يوه وخت تر سره سوې ،ډيري هيجاني وې ، ځکه چه ټولو ټيمو مساوي چانسونه درلودل ، او هر يوه کولای سوای چه يو پر اتم فاينل ته راووزي . خو دغه حالت تر تفريح وروسته او په دوهم ميدان کښي پای ته ورسيدی .
انگلستان په 22 دقيقه کښي سلوانيې ته او د امريکا متحده ايالاتو په وروستيو دقيقو ، يعني 92 دقيقه کښي وکولای سول الجزاير ته يو گول ورکي ، او مسابقې په خپله گټه وڅرخوي .
انگليسانو ددوونورو تيرو مسابقو په مقايسه دا پلا ډيره ښه او تخنيکي بازي کوله ، او ټرينر فابيو کاپيلو يې په دې ډير خوشاله دی ، چي بيرته يې ټيم په بازي کښي ورگډ سو . ددغه ټيم يو وتلي فټبالر جرماين ډيفوی وايي ،
« موږ مسابقه وگټله ،او اوس به په نورو کښي هم شرکت وکو . دا ډير ښه کار وسو . زه پوهيږم چي زموږ د ټيم طرفداران ډير خوابدي وه . دوی زموږ دوو مخکينيو بازيانو ډير مايوسه کړي وه . ځکه نوزه اوس ډير خوشاله يم چي ننی مسابقه مو وگټله . »
سلوانيايان که څه هم د مسابقې په بايللو باندي مايوسه وه ، خو ټرينر ماچيس کېک يې په دې ډير خوشاله دی ، چه ځوانانو يې ډير څه پلاس راوړي دي . دوی تر پايه دوهمي مسابقې يعني د امريکا او الجزاير مسابقې ته هم منتظر وه ، چه که امريکا بايللې وای ، نو بيا هم سلوانيه يو پر اتم فاينل ته راوتل . خو امريکا په 92 دقيقه کښي الجزايرانو ته گول ورکی ، او په دې ډول د سلوانيې چانس ختم او اوس امريکا يو پر اتم فاينل ته راووتل .
ددغي ورځي د دوهمي دورې مسابقې بياچي د جرمني گانا او اسټراليا صربستان تر منځ تر سره سوې ، جرمني او اسټراليا وگټلې ، خو يو پر اتم فاينل ته بيا جرمني اوگانا راووتل ، ځکه گانا تر اسټراليا ډيري نمرې لري .
دغه دواړه مسابقې ډيري جالبي وې . د جرمني او گانا تر منځ مسابقه کښي که څه هم گانا پر ميدان حاکمه وه ، خو ډير چانسونه يې د لاسه ورکړل ، اوويې نسوای کولای ، چه هغه په گول تبديل کي . بيا د جرمني د ټيم څخه اوزيل قېدېرا د 83000 تماشاچيانو په مخکي په 60دقيقه کښي گول ولگوی ، او مسابقه تر پايه پوري پر همدغه 1پر صفرد جرمني په گټه پای ته ورسيده .
ددوهمي دورې په بله مسابقه کښي چي بيا د اسټراليااو صربستان تر منځ تر سره سوه ،د اسټرالياد ملي ټيم څخه ټيم کېهيل په 69 دقيقه کښي ،او په 71دقيقه کښي بريټ من دوهم گول ولگوی . خو بيا د صربستان د ملي ټيم څخه مارکو پانتيليچ په 84 دقيقه کښي اسټراليايانو ته گول ورکی . خو دغه گولونه ددواړو ټيمو دپاره کفايت ونکی ، چه يو پر اتم فاينل ته راووزي .
په يو پر اتم فاينل کښي به جرمني د انگلستان او گانا د امريکا سره مخامخ سي .
نن به بيا د فټبال په نړيواله اتلولي کښي جاپان د ډنمارک،هاليند د کامرون ، سلواکيه د ايټاليا او پاراگوای د نيوزيلنډ په مقابل کي يو دبل سره مخامخ سي ، او موږ به بياهم ډير په زړه پوري او تازه رپوټونه درکو.
کريپيلا/محمد قاسم نوري
کتونکی : فضلي