1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«جرمني په زرونو مهاجر نورو اروپايي هيوادونو ته لېږلي»

۱۳۹۵ دی ۳۰, پنجشنبه

آلمان په ۲۰۱۶ کال تر ۱۲۰۰۰ زيات پناه غوښتونکي نورو اروپايي هيوادونو ته لېږلي دي. د رسنيو د راپور له مخي آلمان دغه بېرته لېږد د «دبلن تړون» پر اساس عملي کړی دی.

https://p.dw.com/p/2W22A
Deutschland Rückführung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa /P. Seeger

د دبلن تړون د اروپايي هيوادونو تر منځ د پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې د ځای په هکله توضيحات ورکوي. د دغه تړون له مخي يو پناه غوښتونکی بايد په هغه اروپايي هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي چي لومړی ورته راغلی وي. خو يونان ته د مهاجرو د بېرته لېږد پروسه له۲۰۱۱م کال راهيسي ځنډول سوې وه. آلمان غواړي چي د مارچ له ۱۵مې نېټي څخه يونان ته هم د مهاجرو د بېرته لېږد پروسه پېل کړي.

که يو پناه غوښتونکی لومړي اروپايي هيواد ته داخل سي خو د پناه غوښتنه په دوهم اروپايي هيواد کي وکړي، نو دوهم اروپايي هيواد کولای سي چي د دبلن د تړون پراساس دغه پناه غوښتونکی بېرته هغه لومړي اروپايي هيواد ته ولېږي. پناه غوښتونکی بيا په هغه لومړي اروپايي هيواد کي د پناه غوښتنه کوي او په هماغه هيواد کي يې د پناه غوښتني دوسيه څېړل کيږي.

آلمان ۴۰۰۰ پناه غوښتونکي بېرته منلي

د آلماني رسنيو د يو راپور له مخي آلمان په ۲۰۱۶ کال تر ۱۲۰۰۰ زيات پناه غوښتونکي د دبلن تړون پر اساس نورو اروپايي هيوادونو ته لېږلي دي. د «نويه اوسنابريوکه» ورځپاڼي د پنجشنبې د ورځي (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۱۹مه نېټه) د راپور پر اساس آلمان په ۲۰۱۶ کال ۴۰۰۰ پناه غوښتونکي له نورو اروپايي هيوادونو څخه بيرته منلي دي. يادي ورځپاڼي د خپل راپور منبع د آلمان د کورنيو چارو وزارت د راپور شمېرې بللې ده.

د راپور له مخي آلمان په ۲۰۱۶م کال تر ټولو زيات پناه غوښتونکي له سوېډن هيواد څخه بېرته منلي دي. زياته سوې ده چي سوېډن آلمان ته ۳۷۰۰ پناه غوښتونکي د دبلن تړون په ړنا کي بېرته لېږلي ول. آلمان په همدغه شان له هالنډ څخه ۱۶۸۶ کسان، له سويس څخه ۱۲۷۷ کسان، له ډنمارک څخه ۱۱۰۹ او له بلجيم څخه ۷۶۳ کسان بېرته منلي ول.

د کورنيو چارو وزارت په وينا هغه مهاجر چي بېرته آلمان ته رالېږل سوي، اکثريت يې په آلمان کي د پناه غوښتنه کړې وه، خو د نتيجې تر معلومېدو دمخه نورو اروپايي هيوادونو ته تللي ول.

د راپور له مخي آلمان ځيني هغه مهاجر هم له نورو اروپايي هيوادونو اخيستي چي د ژوند شريک يعني مېړه يا ماينه او يا اولادونه يې په آلمان کي د مهاجر په توگه قبول سوي ول. هغه مهاجر چي له نورو اروپايي هيوادونو څخه آلمان ته رابلل سوي ۳۰ سلنه يې عراقيان بلل سوي دي.

د راپور پر اساس په ۲۰۱۶م کال کي اېټاليا له آلمان څخه ۹۱۶ پناه غوښتونکي او پولند ۸۸۴ پناه غوښتونکي بېرته منلي ول. زياته سوې چي هسپانيا۳۵۱، هنګري ۲۹۴، سوېډن۲۸۰ پناه غوښتونکي بېرته له آلمان څخه منلي ول.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2016):