جرمني ټيم د سورجې په مسابقه کښي د سرو زرو مډال وګټی
۱۳۸۸ بهمن ۲۶, دوشنبهد کاناډا د وانکوور ښار ته راورسيدی . ددې دمخه د کاناډا په ټلويزون کښي 24 ساعته د يخ پر مخ د هاکي مسابقې ښکاره کيدلې .
د يخي پر مخ د جرمني د هاکي د ټيم مشر فرانس راينډل وويل ، چه هغوی دې ته آماده دي ، چه د چارشنبې د ورځي د ژمني المپيک د ګټونکي سويډن سره مخامخ سي ، ځکه چه ز موږ ټيم د اولي پلا دپاره هم دلته ندی راغلي .
د ټيم فارورډ يوخين هېشت وايي، چه
« د جرمني د هاکي ټيم ته خپل خاص رول معلوم دی . طبعأپر موږ باندي فشار ډير دی ، چه مسابقه وګټو ، ټولو موږ ته سترګي نيولي دي ، خو موږ د هغه سره عادت يو . »
د ټيم ټرينر اُووه کروپ چه په تيرو مسابقو کښي ښه نه ؤ ځليدلی ، په دوهمه مرحله کښي به لوبي کوي . خو دی متيقين دی چه ټول لوبغاړي به ښه مسابقه وکي ، ځکه چه ټوله په خپل مسؤليت پوهيږي .
د 2006 کال په مسابقو کښي دوه ښه لوبغاړي سټورم او هېشت زخميان سول ، او د لنډ وخت دپاره يې بايد په مسابقو کښي ګډون نه وای کړی ، چه په همدې خاطر د جرمني ټيم 10 ځای ونيوۍ .
خو بيا د يخ پر مخ د سورجې په مسابقه کښي الماني فيلکس لوخ تر ټولو ښه بازي وکړه . د اتلېت د مسابقې دغه 20 کلن لوبغاړي خپل رقيب شاته پريښوی ، او د سرو زرو مډال يې وګټی . دوهم مقام هم د جرمني ټيم څخه داويد مويلر په لاس راوړی .
برعکس د المپيک د ژمني سپوټ دبياتلون درې واري ګټونکی ميشاييل ګرايس ښه طالع نه درلول ، او پرون يې په لس کيلومتره چټکه ځغاسته کښي يوويشتم ځای ونيوی ، او د خپل رقيب فرانسوي وينسې يې څخه يې يوه دقيقه او 48 ثانيې فاصله درلوده . وينسې يې پدې وسيله د سرو زرو مډال وګټۍ .
په دغه مسابقه کښي د ګرايس د ګټلو چانس ډير کم ؤ ، ځکه چه ده په اول سر کښي ځني غلطۍ وکړې .
ګرايس پخپله وايي چه ،
« مسابقه ډيره سخته وه، او ددې دپاره چه هغه ګټل سوې وای ، نو بايد زما حريف ډيري غلطۍ کړی وای . خو دا امکان نلري ، او حتی که زه بيا هم يو چانس ولرم ، د هغه د ګټلو امکان ډير کم دی . »
دده تر څنګ ډيرو نورو لوبغاړو د خرابي هوا سره مشکلات درلودل . ګرايس علاوه کوي چه ،
« موږ که څه هم د خرابي او مشکلي هوا سره عادت لرو ، خو دا بې حده خرابه هوا وه . کله چه ما اوله پلا حرکت وکی ، او د پله څخه تير سوم ، شديده واوره راباندي راغله ، او زما حالت يې ډير راخراب کی . وروسته تر هغه مي چه څه په وس پوره وه ،وکړل ، خو د ګټلو چانس مي ډير کم ؤ . »
طبعأ دا ډيره سخته ده چه دغه ډول خرابه هوا او شرايط په ژمني سپوټ کښي رامنځته سي .