1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني له ايټاليا د مياشتي ۵۰۰ مهاجر مني

۱۳۹۶ فروردین ۱۵, سه‌شنبه

د جرمني صدراعظمي انگلا ميرکل ایټالیا ته د مهاجرو په بحران کي د مرستي ډاډ ورکړ، خو په عین حال کي یې ځني د خپلو مکلفیتونو د پوره کولو غوښتنه هم وکړه. جرمني به تردې وروسته له ایټالیا څخه د میاشتي ۵۰۰ مهاجر ومني.

https://p.dw.com/p/2acw0
Mittelmeer Flüchtlinge auf Lampedusa
انځور: DW/D. Cupolo

ایټالیا په سخت حالت کي ده، ځکه له یوه اړخه د اروپايي ټولني له پاره دا ناممکنه ده چي په اوس وخت کي له لیبیا سره چي له لاري ئې ډېر مهاجر اروپا ته راځي، د مهاجرو پرسر یو تړون لاسليک کړي. له بله اړخه ایټالیا ته راغلي اکثریت مهاجر په اروپايي ټولنه کي د پاتېدو چانس نه لري او پر نورو اروپايي هیوادو باندي وېشل کيدای نه سي.

خو لکه څرنگه چي میرکل د دوشنبې په ورځ په برلین کي وویل: «دا هم د حل یوه سمه لار نه ده چي مهاجر په غیر قانوني ډول سره فرانسې یا سویس ته راتیر سي او سم مخنیوی یې ونه سي.» خو سربیره پردې جرمني له ایټالیا سره د همدردۍ په ډول ومنله چي د میاشتي به ۵۰۰ مهاجر ځنې اخلي.

د چک او سلواکیا له صدراعظمانو سره تر یوې لیدني کتني وروسته درو سرو سیاستمدارانو د مهاجرو پر سر اساسي اخلافات ومنله. د چک او سلواکیا صدراعظمانو «بوشلاف سوبوتکا»او «روبرتو فیکو» د مهاجرو پر سر په اروپايي ټولنه کي موافقه سوې د وېش سلنه بیا هم رد کړه او ویې ویل چی هغوی یوازي دې ته حاضر دي چي له مهاجرو سره د هغوی په اصلي هیوادو کي مرستي وکړي.

خو میرکل بیا هم د اروپايي ټولني د همدردۍ او همکارۍ موافقې ته اشاره وکړه او ویې ویل، چي په ۲۰۱۵م کال کي د مهاجرو د وېش سلنه اکثریت غړو هيوادونو منلې ده.

د اروپايي ټولني ختيځ هیوادونه سربیره پر دې دغه موافقه نه مني او د هغو هیوادونو بار نه سپکوي چي ډیر مهاجر ورغلي دي. خو د اروپايي ټولني د دباندنیو سرحدونو هیوادونه، لکه ایټالیا او یونان په تکرار سره غواړي چي بار یې سپک سي او د دې ټولني نور غړي هيوادونه مهاجر ترې واخلي.

زموږ له ارشيف څخه: