جرمني غواړي خپلي پرمختيايي مرستي دوه چنده کي
۱۳۸۸ دی ۲۴, پنجشنبهدا خبره دجرمني په پارلمان کي د مسيحي دموکراټانو د فراکسيون د خارجي چارو د کميټې رييس، روپرېشت پولنز آلمانی ورځپاڼی اوسنابروکر ته وکړه . ده اضافه کړل چي د جرمني حکومت به خپل دغه تصميم د رواني ميلادي مياشتي په پای کي په لندن کي د افغانستان د کنفرانس په ترڅ کي اعلان کړي . خو پولنز دا روښانه نه کړه چي آيا د آلمان په پوځي ماموريت کي به هم تغير راسي اوکه څنګه.
هغه وويل چي د لندن په کنفرانس کي به د جرمني حکومت پر پنځو اساسي ټکو : امنيت، د افغانستان د امنيتي ځواکونو په روزلو، ښه حکومتوالي، بيا رغاوني او سيمه ايزي همکاريو باندي ټيڼګار وکړي.
ده اضافه کړل ،چه د لندن په کنفرانس کښی به د افغانستان څخه د الماني پوځ د راوتلو د دقيقي نيټې د تعينولو په باب خبري ونسی ، ځکه چه هغه به طالبانو ته جرأت ورکي ، او هغه افغانانوته تاوان ورسوي ، چه زموږ سره همکاري کوي . ده ډاډ ورکی چه موږ به افغانستان يوازي پرې نږدو.
آژانسونه
کتونکی : محمد قاسم نوري