جرمني: عسکر مو د توحيد عملياتو لپاره چمتو نه ول
۱۳۸۹ فروردین ۲۹, یکشنبهد آلمان د يوې ورځپاني د رپوټ له مخي د توحيد د عملياتو له پيل څخه مخکي په کابل د امريکا د متحده ایالاتو تر مشری لاندی قوماندانۍ او په شمال کی د آلمان د پوځي عملياتو د قوماندانۍ تر منځ اختلاف نظر موجود ؤ.
جرمنۍ بيلد ام زونتګ نومې ورځپانه په خپل يو رپوټ کي، چي نن« يکشنبه» خپور سوی ويلي دي، چي د دغو عملياتو د پيل په هکله د افغانستان په شمال کي د آيساف د سيمه ايزي قوماندانۍ آلماني قوماندان، بريد جنرالFrank Leidenberger، په کابل کي د امريکا متحده ايالاتو تر مشري لاندي پوځي قومانداني ته په تحريري توګه خپلي ملاحظې وړاندي کړي.
د آلمان د دفاع وزارت هم اساسا د عملياتو د پيل په هکله د اختلاف د شته والي پخلي وکړ.
د دفاع د وزير کارل تيودور څوګوتنبرګ، يو وياند د «بيلد ام زونتګ» ورځپانی ته وويل: «په شمال کي د آيساف سيمه ايزي قوماندانۍ د عملياتو له پيل څخه مخکي ويلي ؤ چي په آلماني قطعاتو کي د تغيير او تبديل له امله په دغه وخت کي ډير زيات پوځي ملاتړ وجود نه لری. د هغو يعني د آلماني سر تيرو پر ځای دي نور متحد قوتونه په عملياتو کي برخه واخلي.»
د ورځپاڼي په رپوټ کي راغلي دي: داسي ښکاري، چي آلماني جنرال ته د خپلو قوتونو وضعيت معلوم ؤ، ځکه هر څو مياشتي د هغه سرتيري په بشپړه توګه تغيير او تبديل کیږي او په دغو شرايطو کي د جګړې لپاره چمتو نه ول.
بيلد ام زونتګ په خپل رپوټ کي زيا توي، چی د توحيد د عملياتو دپيل په هکله د آلمانانوملاحظې نه يواځي له دې امله وې، چي ګواکي وخت مناسب نه دی، بلکي د افغانستان د ملي پوځ په پياوړتيا باندي هم باورکمزوري ؤ.
د معلوماتو له مخه په لومړي سر کي افغان لوري د 1300 سرتيرو ژمنه کړې ول، خو کله چي عمليات پيل سول، يواځي يو څو سوه د جګړې لپاره چمتو کړای سول.
يو آلماني پوځي هغي ورځپاڼي ته وويل:« تل داسي ده. موږ هيڅکله نه پوهيږو، چي د افغانستان د ملي پوځ څه شمېر سرتيري د عملياتو لپاره چمتو کيږي.»
په رپوټ کي دا هم ويل سوي دي، چي د افغانستان په شمال کي آلماني سرتيري د «توحيد» د عملياتو په اړه نه يواځي په کابل کي د نړيوالو ځواکونو د ګډي قوماندانۍ د اقداماتو، بلکي د هغو مقرراتو په هکله هم خپل اندېښنه څرګنده کړې، چي وايي: د آيساف عمليات بايد 24 ساعته مخکي افغان چارواکو ته خبر ورکړل سي تر څو ولسي وګړي وکولای سي ځانونه خوندي ځايونو ته ورسوي.
د آلماني پوځيانو د وينا له مخه ډيری وخت داسي پيښيږي، چي له دغسي خبرتيا څخه طالب اورپکي هم معلومات پيدا کوي او بيا پوهيږي، چي آلماني سرتيري چيرته دي.
يو آلماني پوځي د بيلد ام زونتګ ورځپاڼي ته په خپله تبصره کي ويلي دي:«دغسي معلومات ورکول په حقيقت کي زموږ د ډيرو ملګرو لپاره د مرګ د حکم ورکولو مانا لري.»
AG/AFP/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل