جرمني د کومو صادراتو له پاره مشهوره دی؟ په دغو انځورونو کي يې وګورئ
د جرمنيانو د پرمختگ او کارپیداکولو له پاره خارجي تجارت یو مهم او لوی تضمین دی. هر دریم کارځای د خارجي تجارت له برکته رامنځته سوی دی. دلته به تاسو ته یو څو مهم الماني صادراتي محصولات دروپیژنو.
تر ټولو مهم صادراتي قلم، موټرونه
د جرمني تر ټولو مهم صادراتي قلم موټرونه دي. د ښه کیفیت او ښه نامه له برکته الماني موټران په ټوله نړی کي مشهوره او د نورو ټولو کمپنیانو سره رقابت کولای سي. د “Made in Germany” مارکه الماني موټرونو ته خاص صادراتي اهمیت ورکړی دی.
جرمني ماشینان اوس هم ډیرمشهوره دي
د ماشین جوړولو المانۍ فابریکې اوس هم د ټوله جهان له پاره ماشیان جوړوي او فرمایشونه اخلي. ځکه نو ماشینان او تخنیکي سامان آلات د جرمني د صادراتو د لست په دوهم ځای کي راځي.
کیمیاوي مواد، دریم ځای لري
پخوا د جرمني څخه هالینډ تر ټولو ډیر کیمیاوي مواد اخیستل، خو اوس یې ځای د امريکا متحده ايالاتو نیولی دی. په ۲۰۱۴ م کال کي دټولوکیمیاوي محصولاتو تقریبا لس فیصده امریکا ته صارد سول، چي ارزښت یې ۱۶،۵ ملیارډه امریکايي ډالره ؤ.
طبي سامان آلات، څلورم ځای
د جرمني طبي سامان آلات د خپل کلک او عین حال کي نازک کیفیت له کبله ډیر مشهوره دي، او ځکه نو د الماني صادراتي اقلامو د لست په څلورم ځای کي قرار لري.
الکترونیکي یا برقي سامان آلات
برقي سامان آلات هم د جرمني مهم صادراتي قلم دی. هغه د صنعتي محصولاتو ۱۱ فیصده تشکیلوي، او دټوله اقتصادي طاقت درې فیصده. په ۲۰۱۵ م کال کي د ۱۷۴ ملیارډو ډالرو په ارزښت برقي سامان آلات صادر سوي وه، چي زیادتره یې د امريکا متحده ايالاتو ته وه.
دواوي او فارمسي محصولات
په جرمني کي په سلونو د دواوو جوړولو او فارمسي محصولاتو فابریکې وجود لري او د الماني صادراتي اقلامو یو مهم جزء تشکیلوي. فارمسي شرکتونو په ۲۰۱۵ م کال کي د تقریبأ ۶۱ ملیارډو ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، چي بیاهم تر ټولو ډیر د امريکا متحده ايالاتو ته وه.
لارۍ او ټیلرونه، اوم ځای
د جرمني د کوچنيو موټرانو تر څنگ لاریاني، ټیلرونه او میني بسونه هم د الماني صادراتي اقلامو یو مهم جزء دی او په لست کي اوم ځای لري.