1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د کندوز د خونړۍ پيښي قربانيانو ته تاوان ورکوي

۱۳۸۸ آذر ۱۷, سه‌شنبه

المانۍ نامتو ورځپاڼي «کلنر شتت انځايګر» ليکي چي دافغانستان دبیا رغوني دچارو وزير امين فرهنګ د المان دحکومت دهغي پريکړي ښه هرکلي کړي دي چي غواړي د کندوز په هوايي بمباريو کي د قربانياني سو کسانو تاوان ورکړي...

https://p.dw.com/p/KxH0
د کندوز په هوايي بمبارکي هغه مهال شاوخوا 140 تنه وژل سوي ول
د کندوز په هوايي بمبارکي هغه مهال شاوخوا 140 تنه وژل سوي ولانځور: dpa

ده دکلنر شتت انځايګر دنن ورځي له ګڼي سره دخبرو په ترڅ کي ويلي دي چي، دالمان حکومت ډيرسم کار کوي .اوزياته کړي يي ده چي يو مناسب بدل ورکول ښه پريکړه ده . اودابه دافغانستان او المان ترمنځ اړیکي بيرته ښه کړي .ځکه چي دهوايي بريد له امله دا اړیکی یوڅه خړ شوي وو. فرهنګ ديته هم ګوته نيولي ده چي دغه کورنۍ عموما ډيري غريبي دي او اوس يي خپل ډوډۍ راوړونکي هم له لاسه ورکړيدي .

د«نوي اسنا بروکر څايتونګ»ورځپاڼي په قندذکي تاوان رسيدلو کسانوته دالمان دحکومت لخوادبدل دورکول کيدو په هکله ليکلي دی : دالمان حکومت يوازني سم کارچي کوي همدا دي. داکوم زړه سواندي نه بلکه بيخی طبيعي خبره ده چي هغو بيګناه کسانوته چي تاوان وررسيدلي اويادهغوپاتي کسانوته مرسته وکړي . داځکه په ځاي ده چي حتي ددفاع وزيرچي پخوا له هغه يی دابريدمناسب بللي وواوس وايی چي داله پوځي پلوه مناسب نوو.دعاموخلکو په مخکي په خپلي خبري کي دداسي اصلاح راوستل ډيرنادر کاردي .داسي يو کار هيڅ يو سياستوال چي ښه دليل ورته ونلري نکوي .

دهنوور په ښارکي خپريدونکي «هنورالګماينه څايتونګ»پدي اړه ليکلي دي : دالمان حکومت غواړي چي دبمبارۍقربانیانو اولدي امله مړه شويو کسانو کورنيو ته دری مليونه يورو بدل ورکړي .داخبردي ورځپاڼي دحکومتي کړيو په حواله ورکړيدي. دهغه دجزيياتو په هکله به په راتلونکو ورځو کي د دعواي له يوو وکيل سره خبري وکړي.

ددفاع وزارت د دوشنبي په ورځ له افغاني هډه الماني د دعوي له وکيل کريم پوپل سره تماس نيولي، نوموړي دقربانيانو دپاتي کسانو اوټپي شويو کسانو وکيل دي.

په دې بمباريو کي تر سلو ډير سوځلي او ټپيان سوي ول
په دې بمباريو کي تر سلو ډير سوځلي او ټپيان سوي ولانځور: dpa

نوموړي وکيل د۷۸کسو قربانيانواودهغودپاتي کسانو لخوا وکالت خطونه لري. د سپتمبر د۴نيټي دبم بارۍ له امله دناتو دويناله مخي ۱۴۲ کسه مړه شوي اويا ټپي شويوو.چي دهغو ترمنځ ډیرملکي وګړي هم وو.په دووټانک لاريو باندي چي طالبانو تښتولي وودبم بارۍامر يووالماني ډګروال کړي و.

د«اولدن بورګيشه فولکس څايتونګ» نومي ورځپاڼي په خپلي دسه شنبي دورځي په ګڼه کي ليکلي دي : دقندذ دهوايی بريدونوپه هکله ټول بحثونه المان دسياست اوداردو لپاره دشرم وړ کاروو.دوي ته مهمه داوه چي پخپله دبريداودهغه په هکله دمعلوماتو دورکولو لپاره، دهريوو پدي کارکي دخيل چا دمسوليت، اوددي مسوليت د نتيجو پوښتنه حل کړي.اودا د ډيري بد بينۍ سبب کيږي چي ملکي قربانيانوته پدي هکله بحثونوکي يوازي دداسي چاپه حيث چي دابمباري پري عملي شويده کتل کيدل البته چي دقربانيانو کورنيو ته دبدل دورکولوپه هکله په لمړي سرکي څرګندوني وشوي، خو بيا اوږده موده چپتيا غوره شوه .ترڅو چي بالخره مطبوعاتو ته دتاوان رسیدلو کسانو دمراجعي نه وروسته ددفاع وزارت دتاوان ورکولوته چمتو شو.

د« زکسيشه څايتونګ» نومي ورځپاڼي په خپلي دسه شنبي دورځي په ګڼه ليکلي چي دابمباري ددي نښه ده چي دالمان پوځ په افغانستانکي دګمارل کيدو لپاره سم تياري نلري .نواوس ددي وخت رارسیدلي دي چي ددفاع وزیر ګوتنبرګ پدي اړه چي دالمان پوځ په رښتيا سره په افغانستان کي کوم اهداف تعقيبوي اوداوږدي مودي په ترڅ کي له نوموړي هيواد څخه دوتلو لپاره بايد کوم شرايط برابروي.داوږدي مودي ستراتيژي جوړه کړي.

D- Presse/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل