1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د فټبال د نړيوالي اتلولی د D په ګروپ کښي راغی

۱۳۸۸ آذر ۱۵, یکشنبه

وړمه ورځ دډسامبر پر4 په کاپ سټد کښي د قرعه کشۍ دلاري پر ګروپو باندی د فټبال د ټيمونو د ویشلو سره سم په عین حال کښي په جنوبي افريقا کښي د 2010 عيسوي کال دپاره د فټبال د نړيوالي اتلولۍ ډیره مهمه مرحله شروع سوه

https://p.dw.com/p/KrS8
انځور: AP

اوس نو ددغی اتلولۍ سازمان ورکونکي6میاشتی وخت لری ، چه د افريقا په براعظم کښي د فټبال د لمړنۍ نړيوالي اتلولۍ دپاره تیاری ونیسی ، او ټول پاته کارونه په سرعت سره پای ته ورسوی .

کاپ سټد ددنیا یو دښایسته لویو ښارو د جملې څخه دی . ځکه نو دا یو تصادفي کار نه ؤچه د فټبال د نړيوالي اتلولۍ سازمان ورکونکو په دغه ښار کښي قرعه کشي وکړل . او پدې ډول به د اتلولۍ 32 ټیمونه یو دبل سره وپيژنی ، او پوه به سی چه څوک د چا په مقابل کي بازي کوی .

په دغه قرعه کشۍ کښي د جرمني د فټبال ملي ټيم په D ګروپ کښي شامل ، او ورسره اسټرليا، صربستان او ګانا په یوه ګروپ کښي راغلل، چه هم به د هغو په مقابل کي بازیانی کوی .

اول به د اسټرليا په مقابل کي د جون پر 13 مه بازی کوی ، یو داسی ټيم چه عادی ټيم ندی . د جرمني د ملی ټيم ترینر یوآخیم ليو باید هغه جدی ونیسی ، او ډیر تیاری ورته ونیسی .

د ملی ټيم ترینر د جرمني – اسټرليا دوروستی مسابقې چه په 2005 کال کښي وه ، یادونه کوی ، اووايي ،

«د اسټرليا په کونف کپ کښي مسابقه يوه افتتاح کونکې بازی وه ، چه هغه موږ 4 د 3 په مقابل کي يووړل . دا طبعأ زموږ دپاره ډیره مهمه بازی وه ، چه باید په هر صورت مو وړې وای . »

په جنوبي افريقا کښي د قرعه کشۍ جريان
په جنوبي افريقا کښي د قرعه کشۍ جريانانځور: picture alliance / dpa

د جون پر 18مه باندی به بیا دجرمني ملی ټيم د جنوبي افريقا د پورت الیزابت په ښار کښي د صربستان د فټبال د ملی ټيم سره مخامخ سی . د صربستان د فټبال ملی ټيم د تیری نړيوالي اتلولۍ په جریان کښي چه په 2006 کال کښي په جرمني کښي جوړه سوې وه ، دونه ښه ونه ځلیدی ، خو دا پلا یې ښه امادګی نیولې ، او په مخکنیو او د وړتیا وړ مسابقو کښي ښه وځلیدۍ .

د جون پر 23 به بیا د جرمني ملی ټيم په یوهانس بورګ کښي د ګانا د فټبال د ملی ټيم سره مخامخ سی .

د جنوبي افريقا د فټبال د اتلولیو دپاره د تیاری نیولو او په هغه کښي د وړتیا حاصلولو په مسابقو کښي د ګانا د فټبال ملی ټيم د افريقا اولین ټيم ؤ، چه ویې کولای سول ، د جنوبي افريقا د فټبال نړيوالي اتلولۍ ته ولاړ سی .

د جرمني د ملی ټيم مینیجر اولیور بیرهوف د ګانا د ټيم په باب چه هغه ولی خطرناکه دی ، داسی دلایل راوړی ،

«اول د هغوی ویاړ او فخر چه د نړيوالي اتلولۍ مسابقې په افريقا کښي کیږی ، او تر یوه حده پوری د وطن د احساس برتري .

هر چا ته معلومه ده ،چه د هغو سره ټول براعظم ملګری دی ،او د هغه د وړلو انتظار کوی . باید وویل سی چه ګانا ډیر قوی فټبالران هم لري . »

د ګروپو په تعینولو سره نه یوازی داچه فټبالران او د هغو ټيمونه یو دبل سره پيژنی ، بلکه د فټبال د شوقیان دپاره چه هلته ورغلی دی ، هم کار آسانه ، او وبه کولای سی ځانو ته منظم پلانونه جوړ کی، چه په کومو مسابقو کښي ګډون کوی ، او کوم ښار او ستډیم ته باید ولاړ سی .

سټيفان نېستلر/

کتونکی : محمد قاسم نوري