1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني : د علمي تحقيقاتي په برخه کښي نوی تحرک

۱۳۸۸ مهر ۲۰, دوشنبه

ددې دپاره چه په جرمني کښي ډير عالي تحقيقات تر سره سي ، نو سياست کوښښ کوي، چه ددرو تحقيقاتي پايو لکه پوهنتونو، علمی مرکزو او خصوصی اقتصاد تر منځ ګډ کار پياوړی سی

https://p.dw.com/p/K4QP
انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

د يوه علمي مرکز په حيث جرمني په تيرو کلو کښي مثبت تغير کړی دی . دا ددې څخه معلوميږي چه يوازي دولت د فوق العاده ابتکارونو په رڼا کښي تر 2012 کال پوري 1,9مليارډه ايرو مصرفوي . دغه پيسې د جرمني د تحقيقاتي ټولني يا DFG لخوا ورکول کيږي . ددغي ټولني رييس ماتياس کلاينر وايي .

« که سړی تيرو دوو کلو ته نظر واچوي ،نوبايد ووايي چه د جرمني په تحقيقاتي برانچ کښي تر اوسه پوري هيڅ تدابيرو او ابتکارونو پدې اندازه تحرک ندی رامنځته کړی . »

په جرمني کښي اوس 9پوهنتونونو ته د فوق العاده پوهنتونو نوم ورکول سوی دی . لکه څنګه چه د اسنادو څخه معلومه سوې ده ،دوی کولای سي ،په خپلو برانچو کښي فوق العاده عالي علمي تحقيقات سرته ورسوي .

ددې تر څنګ په جرمني کښي 40 داسي عالي مرکزونه موجود دي ،چه د علمي دوکتورا د ورکولو په برخه کښي کار کوي ،او هم 40 فوق العاده ګروپونه سته ،چه په هغه کښي عالمان او د پوهنتونو استادان په ګډه سره په علمي مرکزو کښي کار کوي . داسي يو ګډ کار چه په آينده کښي نوره هم بايد وده وکي . دوی بيا اکثرأ د جرمني د ماکس ـ پلانک د تحقيقاتي انستيتوت سره هم په ګډه کار کار کوي .

په جرمني کښي د ماکس ـ پلانک 76 مرکزونه سته ،چه په هغو کښي په زر هاوو عالمان او پوهان کار کوي . دوی د بيالوژۍ ،کيميا ،طب او يا هم رواني او کلتوري علمي ساحو کښي تحقيقات کوي .

تر ټولو ډيره مشهور بيا د هِلم هولڅ تحقيقاتي ټولنه ده . ددغي ټولني رييس يورګين ملينيک وايي،

« د هلم هولڅ د ټولني وظيفه داده ،چه موږ د ملي علاقه مندۍ په خاطر ستراتيژيکي تحقيقات کوو . موږ په لوړه او غټه سويه تحقيقات کوو،چه يو پوهنتون او يا کوچنی تحقيقاتي انستيتوت هغه هيڅ نسي کولی . »

د هِلم هولڅ ټولنه د خپلو فوق العاده تحقيقاتي نتايجو له کبله هميشه د توجه وړ ګرزي . دوی مثلأ د سرطان د مرض په باب داسي علمي تحقيقات سرته ورسول ،چه په طبابت کښي يې حتی د نوبل جايزه تر لاسه کړې ده .

د پوهنتونو او علمي مرکزو تر څنګ شخصي اقتصاد دعلمي تحقيقاتو دريمه پايه جوړوي . خصوصي اقتصاد د تحقيقاتو په خاطر ددولت په نسبت دوه چنده پيسې مصرفوي . خو دا دا معنی نلري چه دوی د دولت سره رقابت کوي . ځکه چه ډير شرکتونه کوښښ کوي چه د پوهنتونو او نورو تحقيقاتي مرکزو سره ګډ کار وکي ،تر څو ګډي لاسته راوړني ولري . د جرمني د آخن پوليتخنيک ددغه ډول ګډ کار يو ښه مثال دی .

پدې حساب د جرمني په تحقيقاتي علمي مرکزو کښي ډير کارونه سرته رسيږي ،او هم ډير نور کارونه سته . او ددې دپاره هم کار وسي ،چه پوهنتونونه ، علمي مرکزونه او خصوصي اقتصادنور هم سره نژدې سي ،تر څو ډير عالي او لوړ تحقيقاتي نتايج پلاس راسي .

بريتا/

کتونکی : محمد قاسم نوري