1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د شنو د گوند وکيلان بايد په افغانستان کي د پوځي ماموريت سره مخالفت وکړي

۱۳۸۶ شهریور ۲۶, دوشنبه

د آلمان د شنو گوند په يوه استيراري غونډه کي، چي د اونۍ په پای کي د آلمان د گوتينگن په ښارکي جوړه سوې وه گوندي استازو دا پرکړه کړې، چي د اکتوبر په مياشت کي کله چي په افغانستان کي د آلماني عسکرو د خد مت د مودې د اوږد ولوپه اړه پريکړه کيږي د گوند وکيلان بايد مخالفت وکړي.

https://p.dw.com/p/DK8X
د گوند استازو دا پرېکړه کړې چي د آلمان په پارلمان کي د د وی وکيلان په افغانستان کي د جرمني عسکرو د د مودې د اوږدولو سره مخالفت وکړي
د گوند استازو دا پرېکړه کړې چي د آلمان په پارلمان کي د د وی وکيلان په افغانستان کي د جرمني عسکرو د د مودې د اوږدولو سره مخالفت وکړيانځور: AP
د گوند استازو ويلي کچيري داسي وي چي د نړيوالو سوله ساتونکو ځواکونو ايساف په چوکاټ کي د آلماني عسکرو د خد مت د مودې تمد يد په د هغه هيواد کي د تورناد و ډ وله اکتشافي الوتکو د خدمت د مودې سره وتړل سي نو بايد د شنو د گوند وکيلان ددغي پريکړې په خلاف خپلي رايي وکاروي.
د شنو د گوند د مشرتابه نظر د گوتينگن د استيراري غونډي څخه مخکي داوو چي د شنو د گوند وکيلان په د غه رايگيرۍ کي يا خپلي رايي وساتي او يا داچي هر وکيل پخپله خوښه کولای سي چي ددې پېښي په پلوي يا مخالفت رايي ورکړي.
د سياسي کتونکو په عقېده گوتنگن کي د شنو د گوند د استازو پرېکړه د گوند د مشرتابه لپاره يوه لويه ماته ده.