1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د سنګاپور سره تر ټولو ښه اقتصادي روابط لري

۱۳۸۶ اسفند ۹, پنجشنبه

په ليشتن سټاين کښي د لږومالياتو د ورکولو د بين امللي رسوايی له کبله د جرمني د خارجه چارو وزير فرانک والټر سټاين ماير په سنګاپور کښي...

https://p.dw.com/p/DKFv
د خارجه چارو وزيران سټاين ماير او جورج يو
د خارجه چارو وزيران سټاين ماير او جورج يوانځور: AP

د خپلي ليدني کتني پر مهال پر دغه موضوع باندي د اروپايي ټولني او سنګاپور د اختلافاتو يادونه وکړه . د سنګاپور د خارجه چارو د وزيرجورج يو سره سټاين مایر وويل ،چی دواړه خواوي د مالياتو د حقوقو او د بانک د رازدارۍ په اړه يو دبل سره د نظر اختلاف لري . د جنوبي آسيا دغه هيواد د بانک د سختي رازدارۍ او مالياتو د ښو شرايطو له کبله د ډيرو دپاره په زړه پوري دی . خو جورج يو دغه ډول نظر رد کۍ ، او ويې ويل چه د نورو هيوادو تشويشونو ته په جدي ډول ګوري .

د اروپايي ټولني په هيوادو کښي جرمني د سنګاپور سره تر ټولو ښه اقتصادي روابط لري .