جرمني د خپل پارلمان ۶۰ کاليزه ولمانځله
۱۳۸۸ شهریور ۱۷, سهشنبهدا هغه کسان دي چه هميشه يې په پارلمان کښي ډير کاونه کړي دي ، دوسيې يې د يوه ځايه بل ځای ته وړي دي ،چايي يا اوبه يې راوړي دي . دوی حتی يو بل ته په نامه سره ورږغ کوي . يو کارکونکی يوه وکيل ته ورږغ کوي .
ويسترويله چه د جرمني په پارلمان کښي د آزادو ډيموکراټانو يا FDP د فراکسيون رييس دی ،او ډير کلونه يې په بڼ او برلين کي سياسي کارونه پر مخ بيولي دي ،د هغه وختو د پارلمان په باب وايي ،
« دهغه وخت آرامي او ښه همسايه توب مي يو څه ياديږي . په بڼ کښي به کله چه چا يو دبل سره شخړه کوله ،نو به نه سره تلل،بلکه بيرته به پخلا کيدل . »
خو نن ورځ نه يوازي بيرته پخلايني تغير خوړلی دی ،بلکه د پخواني سياست په مقايسه د چلند ډول او شکل هم . د پارلمان د سکرتريت سابقه لرونکی رييس د پارلمان پخواني جروبحثونه د اوسني جروبحثو سره دا ډول مقايسه کوي .
«زه به ووايم چه دا متوسط او ميانه دي . خو ما تر دې ژوندي بحثونه ليدلي دي . »
او پخوانی د تحصيلي موضوعګانو کومکي ،او اوس پخپله د پارلمان وکيل وايي،چه په پخواني پارلمان کښي ارتباطات ښه وه .
« هغه رأساً او مخامخ وه . د وکيلانو تر منځ هر څه ژر حليدل ،او په پخوا کي وکيلانو پر اوسنۍ تکنالوژۍ سربيره يو دبل سره ښه پيژندل . »
کله چه په 1991 کال کښي د جرمني پارلمان په لږ اکثريت سره فيصله وکړل ،چه پايتخت او پدې وسيله حکومت او پارلمان دي د بوڼ څخه برلين ته انتقال سي ،نو دا تشویش موجودؤ چه د خارج څخه به منفي عکس العمل رامنځته سي . پدې باب سابقه لرونکی د ماليې او بيا آبادولو د چارو وکيله مات هويزر مايروايي ،
«ما ګمان کاوه چه دا به په خارج کښي ښه قبوله نسي ،خو داسي ونسول . په خارج کښي خلګو برلين د هټلر او د هغه د نازي رژيم سره نه تاړه ،بلکه دوی هغه د بڼ څخه دپرمختګ ،آزادۍ او اجتماعي دموکراسۍ ادامه بلل . »
خو په هر صورت پرون د تجليل پر وخت سياستمداران او وکيلان د برلين د ورځني ژوند په مقايسه فعاله او باډسپلينه وه . او کله چه د پارلمان رييس نوربرت لاميرت په هغه وخت کښي د پارلمان د شروع کيدو څخه خبري کولې ،نو چا نه تليفون کاوه ،اخبار يې نه وايه او ژاولي يې نه ژوولې ،بلکه خبرو ته يې غوږ نيولي ؤ .
لامرت د هغه وخت د تاريخچې په باب وويل:
« د 402 وکيلانو دپاره په هغه وخت کښي يوازي 50 شعبې موجودي وې ، په ځينو او دهليزو کښي نوشتې کيدلې . د 1994 کال وکيلانو که غوښتل کښيني ،نو يوازنی ځای د پارلمان سالون او يا رستورانت ؤ . ځکه به نو هميشه د پارلمان سالون ډک ؤ . »
لاميرت د هغه وخت د تاريخچې څخه ډيري خبري وکړلې ،اوويې ويل چه په دغه وخت کښي يوازي 5500 قواعد،قوانين او نور تصويب سوي دي.
Dick, Wolfgang/ محمد قاسم نوري
کتونکی. زيارمل