1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د ايستلو لپاره شرايط برابروي

۱۳۸۸ آبان ۲۵, دوشنبه

د آلمان حکومت غواړي په راتلونکو څلورو کلونو کي له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د ايستلو لپاره شرايط برابر کړي. دا خبره د آلمان د بهرنيو چارو نوي وزير، ګيودو وسترويلي د آلمان له تلويزوني شبکي ZDF سره په مرکه کي کړې...

https://p.dw.com/p/KYFR
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا مېرکل او د بهرنيو چارو وزير ګيودو وستر ويلي.
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا مېرکل او د بهرنيو چارو وزير ګيودو وستر ويلي.انځور: AP

وسترويلي وويل:« د آلمان د دغي پارلماني دوري په موده کي بايد په افغانستان کي داسي شرايط چمتو کړاي شي چي د دغه هيواد امنيتي ځواکونه خپله مسووليت په غاړه واخلي. او د وتلو د يو پلان لپاره لاره اواره کړاي شي.مونږ نه غواړو چي تل په افغانستان کي پاتي شو.، بلکه مونږ غواړو چي داسي شرايط چمتو کړاي شي چي وتل ممکن وګرځي».

وسترویلی په افغانستان کي د ديموکراسي د پياوړتيا او د اداري فساد او اختلاس مخ نيوي له هغه هيواد څخه د آلماني سرتيرو د وتلو يو بل شرط وګاڼه.

له دي څخه مخکي د تيري اوني په پاي کي د آلمان د دفاع وزير کارل تيودور څوګوتنبرګ د آلمان له تلويزوني شبکي ARD سره وويل، آلمان هم د افغان له حکومت څخه انتظار لري چي په خپل هيواد کي امنیت او ثبات په ټينګولو کی خپله پوره ونډه واخلي. هغه د آلمان د حکومت دغه انتظار په خپلي جملي سره داسي بيان کړ: «دغه حکومت نه يواځي په خبرو سره بلکه په عمل کي خپلي ژمني ثابتي کړي»، هغه وويل د نشه يي توکو، اختلاس او اداري فساد پر ضد له افغان حکومت څخه د پراخي او عملي وڼدی غوښتنه کيږي.

په عين وخت کي د ملي وير د ورځي د لمانځني په مناسبت د آلمان پوځ د لومړي ځل لپاره په برلين کي په يو يادګاري ټاټوبی کي د خپلو 3100 تنو مړه شوو منسوبينو يادون وکړ. د دفاع وزير څو ګوتنبرګ پرون په دي مناسبت وويل:

« دغو پوځيانو د آلمان د فدرالی جمهوريت په خدمت کي خپل ژوند له لاسه ورکړي دی. مونږ هغوي هير نه کړو.» څوګوتنبرګ يادونه وکړه چي آلماني سرتيرو د نړي په خطر لرونکو سيمو لکه افغانستان کي د خلکو د امينت د ساتني او آزادي أپاره سرښندني کړي دي.

«مونږ بايد خپل مړي هير نه کړو. هغوي په خپلو قربانيو سره مونږ ژونديو ته پيغام راکوي چي امينت او آزادي خوشي لاس ته نه راځي، دا هغه ارزښتونه دي چي ډير حساس دي او د هغو ساتنه د سرښندني غوښتنه کوي.»

څوګوتنبرګ تيره اوني افغانستان ته تللي ؤ چيرته چي د خپل هيواد له سرتيرو سره يی د ليدني کتني په ترڅ کي د افغانستان له جمهور رييس حامد کرزي سره هم وليدل . څوګوتبرګ د افغانستان د لانجي حل ته په اشاري ټينګار وکړ چي د جنوري په پاي کي د افغانستان د نړيوال کنفرانس څخه وروسته، په افغانستان کي د آلماني سرتيرو د مأموريت لپاره بايد يو نوي ستراتيژي وټاکله شي. له دغي ستراتيژي سره بايد زماني هدفونه وټاکلي شي.

د آلمان لومړي وزيري انګلا مرکل هم ويلي دي چي په دغه کنفرانس کي بايد ځيني مشخص هدفونه وټاکل شي، هغه هدفونه چي افغان حکومت ته امکانات په لاس ورکړي ترڅو د خپل هيواد امنیت خپله خوندي کړی.

د آلمان د حکومت ايتلافي ګوندونه، مسيحي ديموکرات، CDU چي لومړي وزيره انګل مرکل يي مشره ده، مسيحي سوسيال چي دفاع وزير څو ګوتنبرګ هغه پوري اړه لري، آزاد ديموکرات، FDP چي د بهرنيو چارو وزير وسترويلي د هغه مشري کوي، کابو ټول په دي نظر دي چي د حکومت په همدي دوره کي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د وتلو لپاره زمينه برابر شي.

د آلمان سوسيال ديموکرات ګوند، SPD ، چي اوس د حکومت مخالف اړخ دي، په خپل ګوندي کانګره کي چي نوي مشري يي، د چاپيريال ساتني پخواني وزير، زيګمار ګبريل وټاکل شو، د افغانستان په موضوع کي د حکومت دريځ ته ورته يوه پريکړه صادره کړه. ګوندي استازو په يو ستر اکثريت سره د دي مخالفت وکړ چي له افغانستان څخه دي د آلماني عسکرو د ايستلو لپاره اوس يوه مشخص نيټه وټاکله شي، بلکه د آلمان په همدي پارلماني دوره کي چي څلور کاله دوام کوی د سرتيرو د ايستلو لپاره لاره اوراه کړاي شي.

AG/RS/ARD/RS /ZDF/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل