1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د افغانستان لپاره د يوې هر اړخيزه ستراتيژۍ د طرحي غوښتنه کوي

۱۳۸۸ دی ۱۳, یکشنبه

په نوي ميلادي کال کي هم په افغانستان کي د آلمان پوځي ماموريت په دغه هیواد کي په یوه مهم، خو شخړ ايز بحث باندي بدل سوی دی...

https://p.dw.com/p/LJEn
ښی خوا ته د جرمني د مسيحي سوسيال ګوند مشر هورست زيهوفر اولمرۍ وزيره انګيلا مير کال او د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله د خبرو پر مهال
ښی خوا ته د جرمني د مسيحي سوسيال ګوند مشر هورست زيهوفر اولمرۍ وزيره انګيلا مير کال او د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله د خبرو پر مهالانځور: a

دا چي نور سرتيري افغانستان ته واستول شي يا وا نه استول شي، د آلمان په ايتلافي حکومت او د مخالف اړخ د ګوندونو تر منځ شخړه ايزه پاته ده. پرته له کيڼ اړخي ګوند څخه چي له سره په افغانستان کي دپوځي ماموريت په مخاليفت خبره کړي، د آلمان نور سياسي ګوندونه په داسي حال کي د افغانستان څخه د سمدلاسه آلماني سرتيرو د وتلو مخالفت دي، خو د دغه ماموريت د بشپړلو او په افغانستان کي د ثبات د ټيګښت لپاره د يوي هراړخيزي ستراتيژي د جوړولو غوښتنه کوي.

په ايتلافي حکومت کي د مسيحي سوسيال ګوند مشر، هورست زيهوفر د نوموړي ماموريت د برياليتوب په موخه د نوو سرتيرو د استولو پر سره د خبر کولو مخالف نه دی، خو نوموړی وايي چي د د کار شرط د يوي هراړخيزي ستراتيژي طرحه کول دي.

د بيلد ام زونتګ نومي ورځپاني ته زيهوفر وويل: « که چيري يواځي په پوځي، ملکي او ټولنيزه سطحه کي يوه بشپړه او روښانه ستراتيژي موجوده وي، نو بيا سړي کولاي سي چي د نور زياتو عسکرو په استولو باندي خبري وکړي».

دډسمبر په پيل کي، کله چي د آلماني سرتيرو د زياتولو خبره مطرح سوه، د مسحيي سوسيال د ګوند نوموړي مشر خپل شک څرګنده کړی ؤ او ويلي ؤ « زه له دي سره زياته خواخوږي نه لرم»کله چي له زيهوفر څخه پوښتنه وشوه چي آيا د جمهور رييس بارک اوباما دا غوښتنه چي له آلمان څخه د « 2000» نورو سرتيرو د استولو لپاره کړی ده، اوس زیات اهميت پيدا کړي، هغه په ځواب کي وويل: « زه له دي خبر يم، خو پرته له يو ملکي پلان څخه زه افغانستان ته د نورو زياتو سرتيرو له استولو سره ډيره ستونزه لرم.»

د مسيحي سوسيال د ګوند مشر يادونه وکړه« هدف بايد معلوم وي ، چي موږ څه کول غواړو، په افغانستان کي د څه ډول يو دولتي جوړښت لپاره هڅه کيږي، څرنګه کيداي سي چي امنيتي مسووليت خپله افغانانو ته وسپارل سي. د مسیحي سوسيال ګوند مشر، زيهوفر وويل،چي دی دا غوښتنه صحيح بولي،چي له افغانستان څخه د آلماني سرتيرو د وتلو د پيل لپاره دی يو نيټه وښودله سي، خو هغه وويل: « زه تل د دې مخالف وم، چي د دې ماموريت د پای ټکی دی وښودل سي،ځکه بيا له دي څخه طالبان ګټه اخلي».

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، ګيدو وستر ويلي،چي هغه هم په ايتلافي حکومت کي د خپل ګوند، ليبرال ډيموکرات مشري په غاړه لري، ويلي دي چي په راتلونکو مياشتو کي دي افغان امنيتي ځوااکونو ته زيات مسووليت وليږدول سي. وسترويلي د فوکوس خبري مجلي ته وویل، له دغه اقدام سره هدف دا دی ترڅو له افغانستان څخه د آلمانی سرتيرو د وتلو لپاره لاره هواره کړای سي. هغه وويل: آن د لندن په کنفرانس کي دي د مسوليت ليږدولو پروسه پيل سي.

دليبرال ډيموکرات دغه سياست وال له فوکس سره په مرکه کي د يو« پنځه فقره ايز» پلان خبره ياده کړه. د دي پلان له مخه د آلمان فدرالي حکومت به د عمل په ساحه کي له افغان حکومت سره مرسته وکړي، چي څرنګه په خپل حکومتوالي کي سمون راوړي، البته د اختلاس او اداري فساد پرضد مبارزه کي هم.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير وويل: افغانستان « کورنۍ سولي او په خپله ټولنه کي د ياغيانو د بيرته ګډولو پروسې ته اړتيا لري.» د دغه پنځه فقره ايز پلان يوه بله برخه د افغانستان سره اقتصادي او ټولنيزو پرمختيا او د هغه له ګاونډيو هيوادونو سره سيمه ايزي او نړيوالي همکاري جوړوي.

په عين وخت کي د آلمان د بهرنيو چارو وزير، روښانه کړه، چي هغه هيڅکله په لندن کي د جنورۍ پر ۲۸ د افغانستان د کنفرانس د تحريم کولو ګواښ نه دی کړی. خو هغه دا خبر يو ځل بيا تکرار کړه،چي دا نړيواله غونډه کومه ګټه نه کوي، که چيري يواځي د عسکرو د زياتولو پر موضوع باندي وي.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل