1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د افغانستان د روغتيا په برخه کي مرسته وکړه

۱۳۸۹ آذر ۲۴, چهارشنبه

جرمني د افغان دولت سره د روغتيا لپاره د ۳۳ مليونو يورو مرستي تړون نن په کابل کي د افغانستان د عامي روغتيا وزارت سره لاسليک کړی.

https://p.dw.com/p/QcBz
په کابل کي د جرمني سفارت
په کابل کي د جرمني سفارتانځور: picture-alliance/ dpa

په کابل کي د آلمان سفير روديګر کانيک د تړون د لاسليک پر مهال وويل چي هيواد يي له افغانستان سره خپلو مرستو ته په راتلونکي کال کي هم دوام ورکوي.

د هغه په خبره د نوي تړون له مخه به يوازي د افغانستان په څلورو شمالي ولايتونو، تخار، بغلان، کندز او بدخشان کي د روغتونونو او صحي مراکزو په جوړولو او ترميمولو کي کار واخيستل سي.

د تړون د لاسليک پر مهال د افغانستان د عامي روغتيا وزيري ثريا دليل د آلمان له مرستو مننه وکړه او زياته يي کړه چي دغه مرستي به د يادو ولايتونو د روغتيايي وړتيا په لوړولو کي کارنده واقع سي.

د آلمان سفير وويل چي ملک به يې په ۲۰۱۱ کال کي هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او ټاکل سوي چي څلور سوه مليونه يورو به له افغانستان سره مرسته وکړي.

د نوموړي دوينا له مخه چي په ۲۰۱۰ کال کي هم له افغانستان سره په همدي اندازي مرسته سوې وه او د راتلونکي کال لپاره هم د آلمان پارلمان د همدومره مرستو کولو ته تابيا نيولي ده.

ويل کيږي چي له دغو مرستو څخه به د سړکونو، روغتيا، ښوني او روزني، ښي حکومتوالۍ او بريښنا د رغولو لپاره کار واخيستل سي.

ويل کيږي چي د آلمان په مرستو به په شمال کي د روغتيايي خدماتو په برخه کي ډير پرمختګونه وسي.

د جرمني له لوري دغه نوي مرستي په داسي حال کي اعلاميږي چي افغانستان دمګړۍ له بيلا بيلو برخو له ناخوالو سره مخامخ دی.

د جرمني دولت له افغانستان سره د مخکښو مرستندويو هيوادونو په کتار کي راځي چي دغلته د پوليسو په روزلو کي کليدي رول لوبوي.

افغان دولت په وار وار د جرمني هيواد له مرستو مننه څرګنده کړي.

دغه هيواد د افغانستان په شمال کي د څو ولايتي بيارغنيزو ډلو مشري هم پرغاړه لري.