جرمني، آلمان، مهاجرت، اټکل، ستونزي
۱۳۹۴ بهمن ۲۷, سهشنبهد دوسلدورف «راينيشر پوست» ورځپاڼي د جرمني د دولتي ادارو د معلوماتو له مخي راپور ورکړی دئ چي سږکال دغه هيواد ته تر ۵۰۰زرو مهاجرو د راتگ اټکل کيږي.
پر دې اساس د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د پناه غوښتني او مهاجرت ادارې مشر فرانک يورگن، ته ويلي دي چي مامورين ئې بايد په روان کال کي ۵۰۰زرو مهاجرو ته تياری ونيسي.
جرمني ته سږکال د مهاجرو د راتگ شمېر يو اټکل دی. تيرکال هم کله چي اروپاته د مهاجرت څپې پيل سوې چارواکو اټکل کاوه چي دغه هيواد ته به تر شاوخوا پنځه سوه زرو پوري مهاجر راسي خو وروسته دغه شمېر تر يو ميليون هم واوښت.
جرمني ته د راغلو کډوالو ډېری ئې سوريايان، افغانان او عراقيان دي. د جرمني چارواکو پتېيلې ده چي په هيواد کي ئې د مهاجرو کړکېچ ته په کتو سره ځيني افغان مهاجر بيرته خپلو هيوادونو ته ولېږي چي په جرمني کي ئې د منل کېدو چانس نه وي.
دوی وايي په دې برخه کي ځيني افغانان سته چي بايد بيرته خپل هيواد ته ولېږل سي. خو کارپوهان وايي چي په افغانستان کي امنيتي وضعيت ډاډمن نه دی او مهاجر بايد و نه لېږل سي.
په دې ترڅ کي بيا په زرونو سوريايان بيرته پخپله خوښه سوريې ته ستانه سوي دي. د دوی د تگ دليل په جرمني کي بېکاري، د ژبي ستونزي او د اسنادو د کار ځنډ بلل سوی دئ.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير څو ورځي دمخه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي په سونو افغانان هم سته چي غواړي پخپله خوښه هيواد ته ستانه سي.
پر مهاجرو لگښت
د نړیوال اقتصاد له پاره د کایل انیستیتوت یوې څېړني له مخي چي څو مياشتي مخکي ئې خپره کړې وه، راغلي دي چي جرمني ته په راتلونکو کلونو کي د مهاجرو د راتگ د شمیر په پام کي نیولو سره به هر کال پر مهاجرو له ۲۵ تر ۵۵ میلیارده یورو لگښت راځي.
دوی دا هم ويلي دي چي جرمني ته د مهاجرو راتگ به تر ۲۰۱۸م کاله پوري له کاله ۳۶۰ کسانو ته راکښته سي او کلنيز لگښت به ئې بيا ۲۵ ميليارده ډالره وي.