جرمني ته به دمسلکي کسانوراتګ آسانه سي
۱۳۸۷ شهریور ۶, چهارشنبهنن د جرمني دحکومت کابينې دخارجیانود مالياتو دقانون په نامه يوه مسوده تصويب کړه ، چه دجولای د مياشتي دکاري پروګرام عملي کول په پلان کي لري .
دنورو تر څنګ به پسله دې مسلکي خاريان وکولای سي ، چه په کال کښي د86 زره ايرو په عوض د 63 زره ايرو په اندازه کار پيداکي ،او جرمني ته راسي . همدارنګه هغه مسلکي خارجیان چه تر اوسه پوری په جرمني کي ژوند کوي د ويزې ورکول ورته آسانه سي .
دجولای د مياشتي دکاري پروګرام نور ټکي به وروسته د کابينې لخوا په تصويب ورسيږي ، چه په هغه کي د شرقی اروپا کارپوهانوته دآزادانه اقامت ،او نوري نړۍ د ډيرو ښو مسلکي کسانودپاره د راتګ أسانه کول شامل دي . تر اوسه پوري جرمني ته په ډيره لږه اندازه دغه ډول کسان راغلي دي .په 2006 عيسوي کال کی هغه 456 کسان،او په 2007 کي 466 کسان وه . خو اقتصاد پوهان اټکل کوي چه 400000 مسلکي کسان کمبوددي،او يوازی 100000 انجينرانو ته ضرورت دی .