1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني بايد په افغانستان کي د بياآبادولو موضوع ته ډير پام واړوي

۱۳۸۸ آذر ۳۰, دوشنبه

دهغي ورځي راهيسي چي دکندوز دبمبارۍ قضيه دآلمان داتحادي پارلمان ديوې څارونکي جرګه ګۍ له خوا تر څارني لاندي نيول شوېده ، نو داپوښتنه هم د جرمني د خبري رسنيو ،مطبوعاتو،او عامه افکارو په مخکي رامنځ ته شوې

https://p.dw.com/p/L9tM
انځور: AP

چي په افغانستان کي دالماني عسکرو هدف څشي دی ؟ خوددې پوښتني ځواب ورځ په ورځ پيچلی کيږي .

د Neue Osnabrücker Zeitung په نامه آلمانې ورځپاڼي پخپله پرونۍ ګڼه کي داپوښتنه مطر ح کړې او ليکي چي :

په افغانستان کي کوم آلماني عسکرچي دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په کتار کي دغه هيواد ته استول شوي غواړي ددغه هيواد دبيرته روغوني به پروژو کي خدمت وکړي ، يا داچي تند لاري طالبان له منځه يوسي ، ډزي وکړي يا خبري دتفاهم او روغي جوړي دپاره . اصلي خبره داده چي دافغانستان په قضيه کي په اصطلا دهرچا دپاره يو څه سته دي . خو يو شی چي نسته هغه يو ه روښانه تګ لاره ده ،چي ولي آلماني عسکر افغانستان ته استول شويدي . ددوی اصلي هدف څشي دی ؟

نوکله که دآلمان ددفاعي چارو نوي وزيرکارل تيودور څو ګوتنبرګ دنوي معيارونو څڅه خبري کوي ، حق لري چي دا کار وکړي . اوپه دغه نوي معيارونو کي به آيا داموضوع هم وي چي دامکان او احتمال په صورت کي دي دطالبانو داستازو سره هم خبري وسي . خو کله چي دنوو معيارونو څخه خبري کيږي ، بايد پر موضوع باندي ژور فکر وشي چي دآلمان پوځونه په افغانستان کي څه امکانات او څومره صلاحيتونه لري، او په اصطلا دوی تر کومه حده پوري مخته تلايی شي . که هر څومره دآلماني عسکرو په دندو کي زياتوالې راسي ، په هماغه اندازه نه يواځي دعسکرو دپاره خطرونه زياتيږي ، بلکي دملکي وګړو دتلفاتو دپاره هم . او دا به طبيعي خبره وي چي دزورزياتيو دلمن په پراخيدلو سره خونړي غبرګونونه هم زياتيږي .

نو بيا دغه پاڼه مخ په وړاندي ليکي چي :

که څه هم دابه آسانه خبره نه وي چي سړی دافغانستان په لانجه کي دخبرو دپاره با صلاحيته څوک پيدا کړي ،خو بياهم دا به بده خبره نه وي چي سړی روغونکو خبرو اترو ته خپل چمتوالی اعلام کړي ، او که سړی هر څومره ډيري خواوي دروغونکو خبرو دپاره پيدا کړي ، هموغومره به ښه وي . خو بايد ددوی دامنيت دساتني دپاره هم عمل وشي . او دې موخي ته درسيدلو امکان به په هغه صورت کي ډير وي چي په افغانستان کي دبيرته روغوني موضوع ته زياته پاملرنه وشي، ځکه چي يوازي په پوځي عملياتو سره به دطالبانو په مقابل کي دجګړې ګټل امکان ونلري . ځکه دوي په پاکستان کي په اصطلا دپا شا تګ امکانات لري .

يا د Kieler Nachrichten په نامه يوه بله آلماني ورځپاڼه په افغانستان کي دالماني عسکرو دموخي په اړه تبصره کوي او ليکي چي :

په تيره بيا دکندوز دپيښي څخه را پديخوا نو ر به داسي څوک په جرمني کي نه وي چي ووايي ،آلماني عسکر يوازي او يوازي ددې هدف دپاره افغانستان ته ليږل شوي، چي هلته دوی ديوې مدني ټولني دجوړولو دپاره دبيرته روغوني دپروژو امنيت وساتي . نه دا چه په افغانستان کي دآلماني عسکرو پښه په يوه جګړه کي ښکيل سي ، په داسي يو جګړه کي چي سړی نسي پوهيدلای ، هغه به تر څه وخته دوام وکړي او ددې جګړې ګټونکی به څوک وي ؟ نو په دې صورت کي ، د جرمني په شان په يوه ټولنه کي چي دوې جهاني جګړې يې تير کړي ،او ډير وخلګ يې دجنګ مخالف دي، نسي کيدلای چي افغانستان ته دآلماني عسکرو دليږلو په هکله بيله دې چي پر دغه موضوع باندي په هر اړخيزه ډول خبري نه وي شوي ،کومه پريکړه وشي .

نو کله چي دآلمان دسوسيال ديموکرات ګوند وايي چي مونږ افغانستان ته دزياتو عسکرو دليږلو سره مخالف يو ، نو سمدستي دوی ته دا پيغور ونسي چي دمسوليت منلو ته چمتو ندي . خو سيوسيال ديمو کراتان بايد داهم ووايي چي دوی دافغانستان دراتلونکي برخليک په هکله څه نظر لري .

د Hannoversche Allgemeine Zeitung په نامه پاڼه بياهم افغانستان دنورو آلماني عسکرو دليږلوپه اړه دآلمان دسوسيال ديموکرات دګوند دمشر زيګمار ګابريل ددريځ په اړه تبصره کوي او ليکي چي :

ګابريل هغه خبره کوي چي ډيرګوندي ملګري يي دده څخه داوريدلو انتظار لري . خو داچي ګابريل وايي افغانستان ته دي آلمان زيات عسکر بايد وانستوي ، که سړي دافغانستان دشمالي سيمو حالاتوته ځير شي ، نو يوه معقوله غوښتنه نسي بلل کيدلای . دافغانستان په شمالي سيمو کي طالبان ډير پياوړي شوي دي او کوم بهرنيان چي په دغه سيمو کي پرمختيايي مرستي سرته رسوي ، هغوي نسي کولای دخپلو پروژو کار پرمخ بوزي . په دغه سيموکي هر ه ورځ دنجونو ښونځې تړل کيږي . نو په دغه سيمو کي دپرمختيايي مرستو دپرمخ بيولو دپاره بايد په لمړي سر کي دعسکرو دشمير په زياتولو سره دامنيت دساتلو غم وخوړل شي .

DPA/فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري