1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني او فرانسه غواړي د نړيوال مالي سيستم په ريفورم کي مکښ رول و لوبوي

۱۳۸۷ اسفند ۲۳, جمعه

دغه دواړه هيوادونه غواړي چي د اپريل د مياشتې په پيل کې د لندن په نړيواله مالي سرمشريزه کي ګډه بنسټيزه ونډه ولري...

https://p.dw.com/p/HBEY
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل او د فرانسې لومړی وزير نيکولای سرکوزي
د جرمني لومړۍ وزيره مېرمن انګيلا ميرکل او د فرانسې لومړی وزير نيکولای سرکوزيانځور: AP

د المان لومړۍ وزيري انګيلا ميرکيل او د فرانسې ولسمشر نيکولای سرکوزې د پنجشنبې په ورځ په برلين کي سره جوړه وکړه چې د اپريل په لومړی او دوهمه به په يوه ګد پوزيسيون لندن ته ځي او ويې پتېيله چي نړيوال مالي بازار ته به په پياوړي برابرونه ورننوځي.

سرکوزي د يوې لرغونی او تاريخي کتنې يادونه وکړه چي آلمان او فرانسه په ټولو مسألو کي سره تړاو لري. دغه راز دآلمان لومړۍ وزيري انګيلا ميرکيل وويل.

«موږ په دې نظر يو چي جوړښتي پروګرامونه اهم دی، او اروپا خپله ونډه پرځای کړې ده. په تيره بيا آلمان اوفرانسه په يوه نژدې مطابقت کي دي. خو دا په هيڅ ډول د اړين سمون ځای نه سي نيولای.»

ميرکيل غوښتنه وکړه چي په واشنګتن کي د تير نوامبر د نيمايي په سرمشريزه کي د مالي بازار له پاره تصويب سوي کاري پلان ته بايد اوس بدلون ورکړل سي. پاريس او برلين په دې موضوع کي پوره يوشان نقش لوبوي.

آلمان او فرانسه غواړي په لندن کي د هغو هيوادونو په وړاندي اغيزمن غبرګون و ښه يي چي د مالياتو د ورکولو ستونزي لري. په ګډه اعلاميه کي راغلي چي دا بايد هغه هيوادونه له خطره وساتي چي ګډ هيوادونه او سيمي نه دي. برسيره پر دې بايد پټي پيسې په بازار کي پوره روڼوالی ولري.

دواړو هيوادونو د تيرو اونيو او مياشتو د جوړښتي پروګرامونو په نظر کې نيولو سره څرګنده کړه چي د اروپايي ټولنې د پکت ياتړون ټينګښت او پرمختيا به ساتي. په اعلاميه کي راغلي چي روغه او روښانه ماليه به اروپايي ټولنې ته د اعتبار او ټينګښت ارزښت ولري.

PH/ARD/dpa/ سهيلا حصرت نظيمي

کتونکی. زيارمل