1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني او اتریش د سرحدي کنترول تمدید غواړ

آژانسونه/ محمد قاسم نوري۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

څوک چي په دوبي کي د تفریح له پاره په موټر کي سفرکوي، باید د جرمني په سرحدونو کي پرکنترول باندي حساب وکړي. د مهاجرو شمیر پر راکمیدو سربیره جرمني او شپږ نور هيوادونه د سرحدي کنترول تمدید غواړي.

https://p.dw.com/p/1Igfg
انځور: picture alliance/dpa /M. Becker

المانۍ ورځپاڼي «فرانکفورت الگماینه» رپوټ ورکړی دی چي د اروپايي ټولنۍ کمیساري به د دغي غوښتني په باب په چهارشنبې ورځ تصمیم ونیسي.

د جرمني کورنیو چارو وزیر توماس دې میزېر د دغي غوښتني دلیل داسي څرگند کړ چي «که څه هم د لویدیځ بالکان لارې په اوږدو کي د جرمني په سرحدونو کي د مهاجرو حالت اوس عادي سوی دی، خو بیا هم موږ د اروپايي ټولني په باندنیو سرحدونو کي د اوضاع پرمختگ ته په اندیښنې سره گورو.»

له دې کبله غړي هیوادونه باید په داخلي سرحدونو کي په راتلونکي کې هم وکولای سي، چيري چي لازمه وي، د شرایطو او اوضاع سره سم سرحدونه کنترول کړي.

شپږ هيوادونه سرحدي کنترول غواړي

د جرمني تر څنگ اتریش، فرانسه ، بلجیم ، ډنمارک او سویډن هغه هيوادونه دي، چي د شینگن په ساحه کي د سرحدي کنترول تمدید غواړي. خو په دې سره به د دغو هیوادونو په منځ کي خصوصأ د دوبي په رخصتیو کي ترافیکي ازدحام ډیر زیات سي.

یوازي به د اتریش او ایټالیا تر منځ سرحدي کنترول تر سره نه سي، په دې اړه هم اتریش غواړي حقوقي اساسات رامنځته کړي.

د مهاجرو ډیر شمیر ته په کتلو سره جرمني د پروسږکال په سپټمبر میاشت کي بیرته سرحدي کنترول رامنځته کړ. خو د بالکان لاري تړل او ترکیې سره د اروپايي ټولني تر تړون وروسته دغو هيوادونو ته ډیر لږ مهاجر ورغلي دي.

په همدې حال کي ملگرو ملتونه اروپا ته د تر سلو زرو پوری مهاجرو د راتگ اټکل کوي، چي د مدیترانې له لاري څخه به ایټالیا او له هغه ځایه څخه به بیا غربي اروپا ته راسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب