1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني افغان مهاجرو ته د بيرته تگ پر مهال ۷۰۰ يورو ورکوي

آژانسونه/ زیارمل۱۳۹۴ اسفند ۶, پنجشنبه

د رسنيو د راپور له مخي د جرمني حکومت د هغو افغان پناه غوښتونکو مالي ملاتړ کوي چي پخپله خوښه بيرته هیواد ته ستنيږي. تيره ورځ ۱۲۵ تنه افغان مهاجر په یوه الوتکه کي د کابل نړيوال هوايي ډگر ته ورسېدل.

https://p.dw.com/p/1I1Sa
انځور: DW

د جرمني «بيلد» ورځپاڼه د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس ليکي چي هر هغه افغان چي پخپله خوښه هيواد ته ستنيږي ۷۰۰ يورو مرسته ورسره کيږي.

له پخپله خوښه ستنېدونکو افغان پناه غوښتونکو سره دغه پيسې د بيرته تگ او د لومړي پيل پروگرام له بوديجې څخه ورکول کيږي.

په دغو ۷۰۰ يورو کي ۲۰۰ د سفر کولو مرستي په ډول او ۵۰۰ بيا د نوي پيل په نوم ورکول کيږي.

د جرمني د رسمي ادارو د معلوماتو له مخي په تيرو اوونيو کي دغه هیواد ته د افغان مهاجرو راتگ زیات سوی. د دوی ځيني ئې په جرمني کي د پاتېدو چانس لري.

د جرمني حکومت استدلال کوي چي په افغانستان کي د افغانانو له پاره په کافي اندازه خوندي سيمي سته چي که چيري د وسله والو طالبانو گواښ ورته پيښ وي، خوندي سيمو ته ولاړ سي.

جرمني د مهاجرو په کړکیچ کې د یوه سگنال په توگه ۱۲۵ تنه هغه افغان مهاجر چې په دغه هیواد کي یې د پاتېدو چانس نه لاره، د یوه ځانگړي پرواز په ترڅ د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د فيبروي ۲۴مه) خپل هیواد ته واستول.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې دغه مهاجر پخپله خوښه خپل هيواد ته ستنېدو ته حاضر سوي ول. د جرمني د کورنیو چارو زویر توماس دیمیزیر وویل چي د دغو مهاجرو ستنیدل د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې مهم رول لري.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخي په جرمني کي په سونو افغانان پخپله خوښه بيرته هيواد ته ستنېدو ته حاضر سوي دي.

جرمني ويلي دي چي په زرونو هغه افغان پناه غوښتونکي چي په دغه هیواد کي د قبلېدو چانس نه لري بيرته خپل هيواد ته ستانه کړي. دوی ويلي دي چي هغه کسان چي پخپله خوښه ستنېدو ته حاضر سي مرستي به ورسره کیږي، خو هغه کسان چي ستنېدو ته نه حاضريږي، که اړتیا وه په زور به هم وايستل سي.