1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: اروپا ته د مهاجرو په راتگ کي کمښت راغلی

۱۳۹۶ خرداد ۳, چهارشنبه

د صدرات عظمی وزیر او د جرمني د حکومت د مهاجرو تنظیمونکی پیتر التمایر وايي چي اروپا ته د مهاجرو په راتگ کي یو څه کمښت راغلی دی. تیرکال کي پرمهاجرو باندي۹،۳ ميلیارده يورو مصرف راغلی دی.

https://p.dw.com/p/2dUtF
Idomeni Grenze Polizei Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki

التمایر د چهارشنبې په ورځ له «راینشن پوست» ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي دي چي اوس له لیبیا څخه ایټالیا ته د مهاجرو په راتگ کي کمښت راغلی دی او حالت عادي سوی دی. له ترکیې څخه یونان ته هم له یوه کال راهیسي نور ډیر مهاجر نه دي ورغلي. 

هغه ويلي دي چي د سږ عیسوي کال په لومړۍ ربع کي لا د تیرکال عین وخت په نسبت د مدیترانې له لاري ډیر مهاجر راغلي وه، خو په می مياشت کي د هوا پر سموالي سربیره لږ انسانان راغلي دي. هغه يې علت په لیبیا، مالي او نایجر کي د وضعيت یوڅه سمښت للی دی.

هغه زياته کړې چي په یوه هیواد کي د وضعيت سمیدل د څو ورځو او یا اوونیو خبره نه، بلکي د میاشتو او کلونو خبره ده: «زموږ هدف دادی چي هیڅوک نور په مدیترانه کي ډوب نه سي. دغه هدف موږ هغه وخت په ښه ډول تر لاسه کولای سو چي هيڅوک نور پر دې لاري را نه سي».

په همدې حال کي بيا د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې (UNHCR) د سه شنبه په ورځ ويلي دي چي د تیري جمعې په ورځ ژغورل سوو څلورو نایجریايي مهاجرو ویلي دي چي له دوی سره په کښتۍ کي ۱۵۶ انسانان سپاره ول او بې له دوی، نور یې ټوله ډوب سوي دي.

د«راینشن پوست» المانۍ ورځپاڼي همدرانگه اضافه کړې ده چي د جرمني مرکزي حکومت په ۲۰۱۶ م کال کي د مهاجرو د مصارفو له پاره ایالتونو ته تقریباً ۹،۳ ميلیارده یورو ورکړي دي.

لکه څرنگه چي ورځپاڼي د جرمني د مالیې وزارت په حواله ویلي دي او نن چهارشنبه به یې کابینه هم تصویب کړي، مرکزي حکومت ۵،۵ ميلیارده یورو یوازي پر هغو پناه غوښتونکو مصرفوي چي لا قبول سوي نه دي او فیصلې ته انتظار کوي.

(dpa,afp/ QN)

زموږ له ارشيف څخه: