1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان پر هیروشیما د اتومي برید یادونه کوي

نجیب الله زیارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۱۵, سه‌شنبه

د اگست مياشتي پر شپږمه نېټه هر کال په هيروشيما کي د لومړي اټومي بم د قربانيانو يادونه کيږي. په ۱۹۴۵ کال کي امریکا متحده ايالاتو پر دغه ښار باندي لومړی اټومي بم وغورځاوه.

https://p.dw.com/p/19KKf
People pray for the victims of the 1945 atomic bombing, in the Peace Memorial Park in Hiroshima August 6, 2013, on the 68th anniversary of the world's first atomic bombing on the city. Mandatory Credit. REUTERS/Kyodo (JAPAN - Tags: ANNIVERSARY CONFLICT) (Foto: Reuters)
Hiroshima / Gedenken / Japanانځور: Reuters

په هيروشيما کي لسو زرو کسانو د اټومي ناورين د قربانيانو يادونه وکړه. د هيروشیما پيښي د يادون په مراسمو کي لومړي وزير شينزو آبه، د جاپان د اټومي وسلو د نه توليد او ځای پر ځای کولو اصولو ته پايبند دی.

د ۱۹۴۵ کال د اگست مياشتي پر شپږمه نېټه د سهار پر ۸ بجو او ۱۵ دققو باندي په جنگ کي لومړی اټومي بم چي «اولا گی» نومېدی د جاپان د هيروشميا پر ښار باندي استعمال سو.

د جاپان پر هيروشيما ښار باندي د اټومي بم تر استعمال وروسته د اگست مياشتي پر ۹ نېټه امريکايانو د دغه هيواد پر ناگاساکي ښار باندي دوهم اټومي بم استعمال کړ. په دغه اټومي يرغل کي سمدلاسه ۱۰۰۰۰ کسان ووژل سول او د کال تر پايه پوري په هيروشيما او ناگاساکي کي تر ۲۰۰۰۰۰ ډېرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. تر اوسه هم د دغو بمونو له اثراتو څخه خلک مري.

د ۱۹۴۵ کال د اگست مياشتي پر شپږمه نېټه لومړی اټومي بم د جاپان د هيروشميا پر ښار استعمال سو.
د ۱۹۴۵ کال د اگست مياشتي پر شپږمه نېټه لومړی اټومي بم د جاپان د هيروشميا پر ښار استعمال سو.انځور: picture-alliance/dpa

د دغو بمونو استعمال په دوهمه نړيواله جگړه کي د جاپان د تسليمۍ سبب سو. جاپان د ۱۹۴۵ کال په سپتمبر مياشت کي متحده ايالاتو ته تسليم سو.

په جاپان کي د اټومي بمونو د قربانيانو يادونه په داسي حال کي يادونه کيږي، چي د دغه هيواد د لومړي وزير حکومت د اټومي بټيو د بيا فعاله کولو تلاش کوي. دوه کاله دمخه د دغه هيواد په فوکوشيما کي تر سختي زلزلې او سونامي وروسته انساني ناورين رامنځ ته سو او په دغه هيواد کي نزدې ۵۰ اټومي بټۍ وتړلي سوې.

له دغو اټومي بټيو څخه دوو يې په ۲۰۱۲ کال کي بيرته فعاله سوې. د سونامي تر ناورين دمخه د دغه هيواد ۳۰ سلنه بريښنا د اټومي بټيو په مرسته برابريدله.