1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان له افغانستان سره نوره مرسته کوي

اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۱ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

د افغانستان او جاپان ترمنځ د ۱۱۶،۹ میلیونه امریکايي ډالرو تړون د سه شنبې په ورځ د بهرنیو چارو د وزیر زلمي رسول او په کابل کې د جاپان سفیر هېرو شي تکاهاشي ترمنځ لاسلیک شو. (انځور د توکيو کنفرانس)

https://p.dw.com/p/17qno
Japanese Foreign Minister Koichiro Gemba, center, speaks as Afghan counterpart Zalmai Rassoul, left, and Afghan Finance Minister Omar Zakhilwal listen during their joint press conference held as part of an international conference on Afghan civilian assistance at a hotel in Tokyo Sunday, July 8, 2012. (AP Photo/Shizuo Kambayashi)
Afghanistan Konferenz Tokioانځور: AP

ښاغلي رسول په دې اړوند جوړي شوې غونډې کې لومړی له جاپان څخه مننه وکړه چې په تېره لسیزه کې یې له افغانستان سره رغنده مرستې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې مرسته شوې پیسې به په افغانستان کې د سړکونو پر جوړولو، د کابل نړېوال هوايي ډګر پر پراخولو او یو شمېر نورو برخو ولګول شي.

"څلور تړونونه چې نن لاسلیکوو، په ټولیزه توګه د ۱۱۶،۹ میلیونه امریکايي ډالرو دي چې له دې پیسو به ۳۴،۶ میلیونه امریکايی ډالر د مالیې وزارت ته ورکړل شي چي تېل په رانېسې."

ښاغلی رسول زیاتوي چې له دې پیسو ۳۳،۹ میلیونه امریکايي ډالر د فوايد عامې وزارت ته ورکول کیږي، چې د هېواد د سړکونو پر ساتنه او څارنه یې ولګوي، دغه راز ۱۶،۸ میلیونه ډالر به یې د کابل په نړېوال هوايي ډګر کې د طیارو د ناستې د تم ځای پر پراخولو او ددغه هوايی ډګر د برېښنا پر سیستم ولګول شي.

د هغه په خبره پاتي ۳۱،۶ میلیونه امریکايي ډالر یې د نوي کابل یا ده سبز پروژې ته د اوبو رسونې پر سیستم لګول کیږي.
جاپان د توکیو په کنفرانس کې له افغانستان سره د ۳ میلیارده امریکايي ډالرو مرستې ژمنه کړې وه چې دغه ۱۱۶،۹ میلیونه امریکايي ډالرهم د هماغو پیسو یوه برخه ده.

په کابل کې د جاپان سفیر هېروشي تکاهاشي دې غونډې ته په وینا کې وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره د ۳ میلیارده امریکايي ډالرو د مرستې ژمنه تر۲۰۱۶ میلادي کال پورې سرته ورسوي.

"د توکیو په کنفرانس کې چې د تېر کال د چنګاښ په میاشت کې جوړ شوی وو، موږ له افغانستان سره د ۳ میلیارده ډالرو مرسته ژمنه کړې وه، البته دغه ژمنه له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۶ میلادي کال پورې د ۵ کلونو له پاره وه. موږ پر خپلي ژمنې دریږو او زموږ ټولې مرستې د افغانستان د خلکو له پاره دي."

ښاغلي تکاهاشي زیاتوي، سره له دې هېواد یې دوه کاله وړاندې په همدې میاشت کې سختو زلزلو او سونامې وځاپه، خو بیا به هم په اوږد مهاله توګه له افغان دولت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

جاپان تیره اوونۍ هم له افغانستان سره د۲۸۰ میلیونه امریکايي ډالره د مرسته اعلان وکړ چې په دې سره یې اندازه څلوره سوه ميلينو امریکايي ډالرو ته رسیږي.

ویل کیږي چې جاپان له افغانستان سره تر امریکا متحده ایالاتو وروسته ترټولو ستر مرسته کونکی هېواد دی.