1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

جاپان سختې زلزلې لړزولی

۱۳۹۵ آذر ۲, سه‌شنبه

جاپان د ۷،۴ درجې یوې زلزلې لړزولی دی. د زلزلې له کبله د سونامي یا سمندري توپان د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړل شوی وو خو د فوکوشیما ساحلي څنډو ته رسیدونکي د اوبو څپې دومره لوړې نه وې لکه اټکل چي یې کیده.

https://p.dw.com/p/2T2qo
Japan Erdbeben
انځور: Reuters/Kyodo

چارواکو د آرام اقیانوس د ساحلونو پر اوسیدونکو باندې غږ کړی وی، چې ژر تر ژره خپل کورونه پریږدي او ځانونه په لوړو سیمو کې خوندي ځایونو ته ورسوي. د آرام اقیانوس په شمالي ساحل کې د څونامي یا سمندري توپان خبرداری ورکړل شوی وو.

د ان اچ کې، په نوم جاپاني تلویزون د کارپوهانو له قوله خبر ورکړی وو چې ښایي څپې د درو مترو په لوړوالي سره له ساحل سره ولگیږي.

خو د نوموړي تلویزوني چېنل د رپوټ له مخې د فوکو شیما په سیمه کې بیا وروسته د دغو څپو لوړوالی تر ۱،۴۰ متره ته رسیدی. په پای کې بیا د سمندري توپان خبرداری بېرته لیري کړل شو.

په توکیو کې حکومت یوه بیړنۍ کمېټه جوړه کړې ده. آن په پلازمېنه کې چې له فوکو شیما څخه ۳۰۰ کیلومتره وړاندې ده، هم پکښې زلزله محسوسه شوې ده.

د جاپان دغه شمال ختیځه برخه د ۲۰۱۱م کال په مارچ میاشتې کې یوې سختې زلزلې او څونامي ځپلې وه او شا او خوا د ۱۸۰۰۰ کسانو ژوند یې واخیست. پر دې سربیره د فوکو شیما په اتومي بټۍ کې هم یو ناورین رامنځ ته شوی وو. د بټۍ سړونکی سیستم خراب شوی وو چې له کبله یې څو ریکتورونه له ستونزو سره مخامخ شول. د اتومي بټۍ په شا او خوا سیمه کې د رادیو اکتیف وړانگو کچه لوړه شوې وه. دا په ۱۹۸۶م کال کې د چرنوبل تر اتومي پیښې وروسته تر ټولو سخت اتومي ناورین وو.

د اتومي بټۍ چلونکي شرکت تېپکو، ویلي دي چې تر دا مهال د موجودو معلوماتو له مخې د فوکو شیما په اتومي بټۍ کې کوم نوی زیان نه دی رامنځ ته شوی او په وینا یې نه د رادیو اکتیف وړانگو کومه لوړه کچه اندازه شوې ده.

جاپان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د زلزلو له کبله ورته سخت زیان اوښتی دی. د کال په پېل کې د جاپان سویلي برخه زلزلې لړزولې وه. دغې زلزلي ځاني او سخت مالي تاوانونه اړولي ول.

په جاپان کې تر سختې زلزلې یوازې څو ساعته وروسته، نیوزیلنډ هم یوې بلې زلزلې لړزولی دی چې شدت یې ۵،۴ درجې وو.

نور مطالب: