1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان کېري: داعش به دړي وړي کو

۱۳۹۴ آبان ۲۶, سه‌شنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري چي په پاريس کي خبري کولې د فرانسې د ملاتړ او افراطي ډلي «اسلامي دولت» د دړي وړي کولو ژمنه وکړه.

https://p.dw.com/p/1H6yV
انځور: Getty Images/AFP/Dominique Faget

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د دوشنبې په ماښم په پاريس کي د امريکا سفارت مخي ته وويل چي امریکا او فرانسه يوازي دوستان نه، بلکي يوه کورنۍ ده.

هغه وويل: «موږ به داعش او ټوله هغه کسان چي له دغي افراطي ډلي سره خواخوږي لري دړي وړي کو، او موږ به له هغو خلکو سره چي له دغي ډلي په تېښته کي دي خپلي مهربانۍ ته ادامه ورکو.»

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ټينگار وويل: «موږ به تر هغه پوره مبارزه وکو، څو ډاډمن سو چي هغه نړۍ چي زموږ کوچنيانو ته په ميراث پاتيږي له ميني ډکه او له نفرته خالي وي.»

جان کيري څو شېبې له هغه وروسته دغه خبري وکړې چي په انترنت کي د داعش يوه داسي ويډيو خپره سوه چي وټولو هغو هيوادونو ته پکښې گواښ سوی دئ، چي په سوريه کي پر دغي ډلي باندي په بمباريو کي شريک دي. دغي ډلي په ويديو کي ادعا کړې ده چي د يرغل راتلونکی هدف ئې د امريکا پايتخت واشنگټن ډي سي دئ.

جان کيري د فرانسې له جمهور رئيس او لومړي وزير سره تر ليده کاته دمخه وويل چي په پاريس کي پر ملکي ځايونو يرغل کوونکي «رواني لېونيان» دي.

په دغو بريدونو کي چي د جمعې په روځ ماښام په پاريس کي وسول ۱۲۹ انسانان ووژل سول او شاوخوا ۳۵۰ نور ټپيان سوي دي.

د فرانسې جمهور رئيس فرانسوا اولاند د دوشنبې په ورځ په پارلمان کي اعلان وکړ چي «فرانسه له اسلامي دولت ډلي سره په جنگ کي ده.» دغي ډلي په پاريس کي د يرغلونو مسئوليت منلی دئ.

اولاندي وويل: «په تاريخ کي چي هرچا تلاښ کړی دئ زموږ پرضد يو څه وکړي ماته ئې خوړلې ده.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل