1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان کېري، توکيو ته ورسېد

سيد رياض (AFP,Reuters)۱۳۹۲ فروردین ۲۵, یکشنبه

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، آسیا ته د سفر په ترڅ کې د جاپان پلازمېني توکیو ته رسیدلی دی. هغه به له جاپاني چارواکو سره د کوریا په نیمه ټاپو کې د رامنځ ته شوې ترینګلتیا په اړه خبري اتري وکړي.

https://p.dw.com/p/18FdV
U.S. Secretary of State John Kerry (L) shakes hands with Japan's Foreign Minister Fumio Kishida during their meeting at the Iikura Guest House in Tokyo April 14, 2013. Kerry arrived in Japan on Sunday, the last stop on an Asian tour aimed at solidifying support for curbing North Korea's nuclear programme and reassuring U.S. allies after weeks of threats of war from Pyongyang. REUTERS/Issei Kato (JAPAN - Tags: POLITICS MILITARY)
John Kerry USA und Fumio Kishida Japan Tokioانځور: Reuters

د امريکا لوړپوړی دیپلومات د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د اپریل ۱۴) توکیو ته ورسید، او کيدای سي چې هلته له خپل جاپاني سیال فومیو کیشیدا سره د شمالي کوریا پر کړکېچ سر بيره د چين او جاپان ترمنځ د مځکي پر سر شخړه باندي بحث وکړي.

ښایي چې دغه دواړه مشران به په راتلونکي وخت کې په جاپان کې د امریکایي پوځي اډې په اړه هم خبري وکړي.

د جاپان د دفاع وزیر ویلي دي چې هغه داسې اټکل کوي چې دغه خبري اتري به شمالي کوریا ته دا پیغام واستوي چې باید د نړېوالي ټولني خبرو ته غوږ ونیسي. هغه زیاته کړه: «دا مهمه ده چې موږ په نړیواله کچه په ټینګار سره شمالي کوریا ته ووایو چې باید له خپل اتومي او توغندیو له پروګرام څخه لاس واخلي.»

سیمي ته د کیري سفر

کیري تر دې د مخه د جمعې په ورځ (۲۰۱۳کال د اپریل ۱۲) د سویلي کوریا پلازمینې سویل ته سفر کړی وو. د شنبې په ورځ کیري چین ته هم سفر وکړ. آسیا ته د هغه د سفر موخه د شمالي کوریا د اتومي پروګرام پر ضد د ملاتړ ترلاسه کول دي.

په چین کې کیري ویلي ول، چې متحده ایالات او چین دې ته ژمن دي چې په سوله ییزه توګه د کوریا نیمه ټاپو له اتومي وسلو څخه پاک شي.

جاپان ته د کیري سفر په داسې وخت کې تر سره کیږي چې د دوشنبې په ورځ په شمالي کوریا کې د دغه هیواد د موسس کېم اېل سونګ د زوکړي کلیزه لمانځل کیږي، او اکثره وخت دغه لمانځنه په ډیر شان و شوکت سره لمانځل کیږي.

پیونګ یانګ د کیري سفر له پامه غورځولی دی

تر اوسه د شمالي کوریا دولتي رسنیو، آسیا ته د کیري دیپلوماتیک سفر له پامه غورځولی دی. په هر حال شمالي کوریا خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د امریکا دغه سیاست يې چې د اتومي وسلو له جوړولو لاس واخلي، رد کړی دی.

د فبرورۍ په میاشت کې تر دریمي اتومي آزمویني وروسته ملگرو ملتو پر شمالي کوریا باندي بندیزونه وضع کړل. د دغو بنديزونو تر اعلان وروسته د شمالي کوریا مشرانو داسي ګواښونه پيل کړل چې ګويا پر امريکا او سویلي کوریا باندي به يرغل وکړي.

په دې وروستيو څو ورځو کي د شمالي کوریا له خوا د احتمالي نوي توغندی د توغولو او یا هم اتومي آزمویني د ترسره کیدو په اړه ګنګوسې رامنځ ته شوي دي.

سویلي کوریا د ترینګلتیا او ګواښونو پر ډیریدو سربیره هم آرامه پاته ده. جاپان چې د شمالي کوریا د منځني واټن ویشتونکي توغندی په آسانه هدف ګرځیدای شي، د شمالي کوریا له اړخه د ممکنه توغندی د آزمویني د چمتووالي په ترڅ کې په توکیو کي د «پیتریوت» په نوم د توغنديو دفاعي سستمونه نصب کړي دي.