1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان کیري په هیروشیما کې د اتومي بم د قربانیانو څلي ته ورغی

۱۳۹۵ فروردین ۲۳, دوشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لومړی جگپوړی امریکایي چارواکی دی چې د هیرو شیما د بمي چاودنې د قربانیانو د یادون څلي ته ورځي. او دا پوښتنه هم رامنځ ته شوې چې آیا ولسمشر اوباما به هم دغه څلي ته ورشي.

https://p.dw.com/p/1IT1a
انځور: Reuters/J. Ernst

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د دوشنبې په ورځ د جاپان په هیرو شیما ښار کې د دوهمې نړیوالې جگړې موزیم ته تاریخي سفر وکړ. دغه موزیم په دویمه نړیوالې جگړه کې د اتومي بم د استعمالیدو له کبله د ۱۴۰۰۰۰ وژل شویو جاپانیانو د یادون څلی دی.

د کیري دغه سفر د متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما، د احتمالي سفر پېل گڼل کیږي، چې په جاپان کې د مې په میاشتې کې د جي – ۷ یا د پرمختلو صنعتي هیوادونو په کلنۍ غونډه کې گډون کوي. د دوشنبې په ورځ له کیري سره په دغه سفر کې د بریتانیې، فرانسې، کانادا، آلمان، ایټالیې او د جاپان د بهرنیو چارو وزیران هم مل ول.

کیري لومړنی لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې د قربانیانو د یادونو دغه څلي ته سفر کوي. دا لومړنی وار دی چې د بریتانیې او فرانسې جگپوړي دیپلوماتان دغه ځای ته ورځي.

د جاپان بمي برید

د ۱۹۴۵م کال د اگست میاشتې په ۶ نېټه یوې امریکايي جنگي الوتکې پر هیروشیما ښار باندې اتومي بم وغورځاوه چې دغه ښار له منځه یوړ. د راډیو اکتیف وړانگو له کبله سمدستي په لسگونو زره کسان ووژل شول او د کال تر پای پورې دغه شمیر ۱۴۰۰۰۰ ته ورسید.

تر دغه بمي برید وروسته امریکا پر جاپان باندې بې له قید او شرطه د تسلیمیدو غږ وکړ. کله چې د آسیا دغې امپراطوري نوموړې غوښتنه و نه منله، نو د اگست میاشتې پر نهمه نېټه د ناگاساکا پر ښار باندې بل اتومي بم وروغورځول شو. تر هغې وروسته جاپان د تسلیمیدو پروسه پېل کړه چې شپږ ورځې وخت یې ونیو.

خو دغه څلي ته د کیري او احتمالا د اوباما سفر ته د کومې بخښنې په سترگه نه کتل کیږي. زیاتره امریکایان د جاپان پر ضد د اتومي بم کارول د یوې سختې جگړې د ختمولو له پاره اړین گڼي. د هغوی له نظره دغه کار د ډیر شمیر امریکایانو ژوند وژغوره.

سپینې ماڼۍ لا تر اوسه په دې هکله کومه اشاره نه ده کړې چې اوباما به هیرو شیما ته سفر وکړي او که نه. ښایي هیرو شیما ته د اوباما سفر له دې سره هم اړخ ولگوي، چې په پراگ کې د ۲۰۰۹م کال په اپریل میاشتې کې هغه د بې له اتومي وسلو د یوې نړۍ له پاره غږ کړی وو. هغه بیا وروسته ویلي وو چې د اتومي بریدونو له کبله اغیزمنو شوو دوو سیمو ته به سفر د ده له پاره د ویاړ ځای وي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب