1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان کيري د پاکستان سره سپيني خبري کوي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۶, دوشنبه

د اسامه د وژني وروسته، د پاکستان او امريکا اړيکي خړي شوي. امريکا ته د پاکستان د نيت په اړه سوالونه پيدا شوي او پاکستان وايي چي امريکا يي ملي حاکميت تر پښو لاندي کړي. کيري پرون پاکستان ته رسيدلي ترڅو دغه خبري سپيني کړي

https://p.dw.com/p/11GhD
جان کیری
جان کیریانځور: AP

امريکايي پياوړي سناتور، جان کيري، پرون پاکستان ته ورسيد چيرته چي په دي ډير شمير پاکستاني حکومتي او پوځي مشرانو سره د اسامه بن لادن په اړه خبري وکړي.

ويل کيږي چي جان کيري به د پاکستاني چارواکو څخه په دي اړه چي څنګه اسامه بن لادن په پاکستان کي د څو کلونو لپاره ډير ارامه ژوند درلود پوښتني وکړي خو ښايي دي دغه پوښتني داسي مطرح کړي چي د پاکستاني پوځيانو غوسه ډيره نه شي. ځکه چي هغوي لا د پخوا څخه پر دي خبري چي ولي د اسامه د مړيني د عملياتو څخه بي خبره پاتي شوي ډير په غوسه دي.

د رواني مياشت « مي » په دوهمي نيټي امريکايي پوځيانو افغانستان څخه د پاکستان په لور پرواز وکړ او د دغه هيواد د پلازميني په 50 کيلومتري کي يي د نړي تر ټولو غوښتلي تروريست، اسامه بن لادن، وواژه. وروسته له دغي پيښي د په نړي کي او په خاصه توګه په متحده ايالاتو کي د پاکستان د نيت په هکله ځيني پوښتني پيدا شوي.

دا په داسي حال کي ده چي پاکستان د اسامه په مړيني خوښي څرګنده کړي او تل يي ويلي چي دوي د اسامه د پتنځاي په هکله معلومات نه درلودل او له هغه څخه يي ساتنه نه کوله. د پاکستان دولت او په خاصه توګه د دغه هيواد پوځ خو په دي خبره چي ولي د اسامه د وژلو د عملياتو څخه بي خبري پاتي شوي ډير په خوسه دي.

د پاکستان پارلمان پر امريکايي عملياتو کلکه نيوکه وکړه او وه يي ويل چي امريکا د دغه کار سره د پاکستان ملي حاکميت تر پښو لاندي کړي. پاکستاني پارلمان خو د امريکا او پاکستان ترمنځ د اړيکو د کره کتنو غوښتنه هم وکړه او وه يي ويل چي که امريکا بيا داسي کوم کار تکرار کړي نو پاکستان بايد د دوي پر لوژيستکي قطارونو چي د پاکستان له لاري افغانستان ته رسيږي بنديز ولګوي.

جان کيري، د يکشنبه په ورځ د افغانستان څخه پاکستان ته ورسيد. کيري افغانستان کي ژورناليستانو ته ويلي وه چي متحده ايالات غواړي چي پاکستان يي د تروريزم په وړاندي جکړي که رښتني ملګري پاتي شي.

کيري د يکشنبه په ورځ د پاکستاني پياوړي پوځي قوماندان، جنران اشفاق کياني، سره کتنه وکړه. دي به د نورو پاکستاني لوړپوړو مشرانو سره نن «دوشنبه» خبري اتري وکړي.

که څه هم متحده ايالاتو په مستقيمه توګه پر پاکستان دا تور چي د اسامه څخه يي ساتنه کوله، نه دي لګولي، خو ويلي يي دي چي اسامه د پاکستان په حکومت کي کومه د حمايت شبکه درلوده. متحده ايالات غواړي چي اوس د دغي شبکي څخه پرده لري کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ احمد ولي اڅکزي