1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان مکین له شمالي وزیرستان څخه لیدنه وکړه

۱۳۹۵ تیر ۱۴, دوشنبه

امریکایي سناتور جان مکین، د ترهګرې پر ضد جګړه کې پاکستان ته د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. دغه امریکایي سناتور پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د شمالي وزیرستان له سیمې څخه هم لیدنه کړې ده. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/1JIVT
انځور: Getty Images/M. Wilson

د امریکایي سناتورانو یوه څلور کسیزه پلاوي چې مشري یې جان مکین کوي، له شمالي وزیرستان څخه لیدنه کړې ده. په دې سیمه کې پاکستاني پوځ په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا متحدو ایالاتو او افغانستان تر ډیرو فشارونو وروسته، د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پېل کړل

په مې میاشت کې د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې دغه سیمه یې په بریالیتوب سره له یاغیانو پاکه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوې بیانیه کې راغلي دي چې امریکایي پلاوي د بهرنیو چارو له مشاور سرتاج عزیز، سره لیدلي. بیانیې زیاته کړې ده چې په دغه لیدنه کې د پاکستان او امریکا پر اړیکو او همداراز په افغانستان کې د وضعیت په اړه خبرې اترې شوې دي.

د بیانیې په حواله «سرتاج عزیز د جان مکین د هغو مثبتو څرګندونو قدراني کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان د اړیکو په اړه یې کړي دي».

په وروستیو وختونو کې د پاکستان او متحده ایالاتو اړیکې چندان ښې نه دي. په واشنګټن کې یو شمیر چارواکي پر اسلام آباد باندې نیوکه کوي چې د ترهګرۍ پر ضد د زړه له خلاصه مبارزه نه کوي. د امریکا کانګرس همداراز پر پاکستان باندې د F-16 ډوله جټ الوتکو د پلورلو مخه ونیوله.

پر دې سربیره امریکا متحده ایالاتو په وروستیو وختونو کې د پاکستان په خاوره کې په سلونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي دي. دغو بریدونو په پاکستان کې بیلا بیل غبرګونونه راپارولي دي.