1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان برنان: د بغدادي وژل به پر داعش اغېزه وکړي

آژانسونه/ ن.ز۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

د امريکا د مرکزي استخباراتي اداري (CIA) رئيس، د اسامه بن لادن د وژل کېدو په پنځمه کليزه کي وويل چي د «اسلامي دولت» ډلي پر مشر به ورته يرغل وسي. د هغه په خبره د ابوبکر بغدادي وژل به پر داعش اغېزه وکړي.

https://p.dw.com/p/1IgFh
د سي آی اې مشر جان برنان
انځور: Getty Images/W. McNamee

پنځه کاله دمخه د می مياشتي پر لومړۍ نېټه ځانگړو امریکايي ځواکونو په پاکستان کي د القاعدې شبکې پر مشر اسامه بن لادن باند يرغل وکړ او هغه ئې وواژه.

د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې د يکشنبې په ورځ د بن لادن د وژل کېدو په پنځمه کليزه د هغه د وژلو عملیاتو بېلا بېلي برخي د تويتر له لاري خپرې کړې. په دغو کي د بن لادن پر پټنځای د عملياتو له پيل بيا د هغه تر ښخولو پوري تويتونه شامل دي.

د امریکا د مرکزي استخباراتي اداري مشر جان برنان، د بن لادن د وژل کېدو په پنځمه کليزه کي د داعش پر مشر د دې ته ورته يرغل خبره وکړه.

هغه تيره ورځ د «ان بي سي» تلويزيون د دې پوښتني په جواب کي چي آيا د «اسلامي دولت» ډلي ابوبکر بغدادي پر مشر باندي دغه شان يو يرغل په پام کي دئ؟ وويل: «موږ بايد د داعش رهبري نابوده کړو؛ هغه څوک چي دغه ډله او د هغې ترهگريز بريدونه رهبري کوي.»

د امریکا د مرکزي استخباراتو رئيس په خپلو کي ټينگار وکړ: «که موږ ابوبکر بغدادي په خپلو منگولو راولو، فکر کوم چي دا به پر داعش زياته اغېزه وکړي.»

د جان برنان په خبره، دغه پديده چي داعش په ډېرو هيوادونو کي فعاليت لري، هغه موضوع ده چي امريکا به په راتلونکو څو کلونو کي مشغوله وساتي.

«اسلامي دولت» (داعش) اوس د عراق او سوريې ځيني سیمي په خپل کنترول کي لري. د دغي ډلي په بريدونو کي د افغانستان په گډون په زرونو انسانان وژل سوي دي.

امریکا متحدو ايالاتو د ابوبکر بغدادي د ځای په اړه معلومات چي هغه ونيول سي يا پکښې ووژل سي، لس ميليونه ډالره انعام ټاکلی دئ.