1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان الین پاکستان ته سفر کوي

۱۳۹۱ مرداد ۱۲, پنجشنبه

په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال جان الین، د پنج شنبې په ورځ پاکستان ته سفر کوي چې د دې هیواد له پوځي چارواکو سره د افغانستان او پاکستان د پولې په اړه خبرې اترې وکړي.

https://p.dw.com/p/15iNH
انځور: dapd

دا د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ د پاکستان د پولې تر پرانیستل کیدو وروسته، پاکستان ته د الین لومړی سفر دﺉ. الین به د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني، سره وویني او د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې د امنیت د لا ټینګولو پر سر به خبرې اترې وکړي.

امریکایي چارواکو په وار وار له پاکستان څخه غوښتي دي چې د حقاني د ډ‌لې پر وړاندې اقدام وکړي، خو پاکستان د دې کار له تر سره کولو څخه انکار کوي. د حقاني پر ډله باندې تور لګول کیږي چې په افغانستان کې پر افغان او امریکایي ځواکونو باندې بریدونه کوي.

افغانستان او پاکستان خو په وروستیو کې په یوې بله سرحدي شخړه کې هم ګیر پاتې دي. افغانستان پر پاکستان باندې تور لګوي چې د دې هیواد په خاوره کې ئې پر مختگ کړی دئ او پر کونړ، ننگرهار او نورستان ولایتونو باندې توغندي توغوي. خو پاکستان بیا وایي چې پاکستاني طالبانو په افغانستان کې اډې جوړې کړي دي او غواړي چې پر پاکستان باندې بریدونه وکړي.

الین په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې دې هیواد د سه شنبې په ورځ له متحده ایالاتو سره داسې یو سند لاسلیک کړ چې له مخې ئې افغانستان ته د پاکستان له لارې د ناټو د قطارونو تگ راتگ تنظیمیږي. دغه تړون تر ۲۰۱۵ کال پورې اعتبار لري.

اسلام آباد د روان کال د جولای په دریمه نیټه له شاوخوا اوو میاشتو وروسته د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ خپله پوله پرانیستله. پاکستان د ۲۰۱۱ کال په نومبر میاشت کې هغه وخت د ناټو پر مخ خپل پوله تړلې وه چې د دې ځواکونو په یوه هوایي برید کې ۲۴ پاکستاني سرحدي سرتیري ووژل شول.

پاکستان ته د الین سفر د پاکستان او امریکا د اړیکو د ښه کولو له پاره د هڅو نوې برخه ده. اوس مهال د پاکستان د استخباراتي شبکې مشر هم په متحده ایالاتو کې دئ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم