1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جان الين: د انتقال پروسې دوهم پړاو مهم پرمختگ دئ

۱۳۹۰ آذر ۷, دوشنبه

په افغانستان کي د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الين د افغان دولت له لوري د امنيت د انتقال پروسې د دوهم پړاو د اعلاميدو هرکلی کړی.«انتقال يو واقيعت دی، او دا د افغانانو د راتلونکي په باب مهم پرمختگ دئ، چي تر سره شو».

https://p.dw.com/p/13IEv
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال جان الين
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو قوماندان جنرال جان الينانځور: AP

له ناټو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د انتقال د پروسې په باب په افغانستان کي د ناټو له مرکز نه په کابل کي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته په استول سوې خبرپاڼه کي راغلي چي قوماندان جان الين د افغان دولت له دغه اعلام نه حمايت کوي.

د امنيتي مسئوليتونو د انتقال د کمېسيون په وړانديز او د ولسمشر په منظورۍ د بلخ، دا يکنډي، تخار، سمنګانو، کابل او نيمروز ولايتونو په بشپړه توګه د انتقال پروسې د بهير په دوهم پړاو کي شامليږي.

په افغانستان کي د ناتو قوماندان همدا راز ويلي، چي دوئ له افغانانو سره خپلو مرستو ته ژمن دي او دغه هيواد به هرو مرو پر مخ تگ کوي.

په همدې حال کي د افغانستان له پاره د ناټو ملکي استازي سيمون گاس هم د ولسمشر کرزي له لوري د انتقال د دوهمي مرحلې له اعلام نه حمايت کړی.

گاس ويلي د انتقال پروسه به د مهال ويش سره سم پرمخ ځي، او ناټو به له افغانانو سره پدې برخه کي مرسته کوي، چي د ۲۰۱۴ کال تر وروستيو پوري د خپل ملک درستي امنيتي چاري پرغاړه واخلي.

د افغانستان له پاره د ناټو ملکي استازي سيمون گاس ويلي، چي د انتقال پروسه د افغان ولسمشر حامد کرزي يوه له هيلو نه ده.

ايساف قواوو ويلي، چي د کومو سيمو امنيت چي افغان دولت ته سپارل کيږي هغه په دې معنا نه ده، چي هلته به ايساف حضور و نه لري، بلکي دا په دي معنا ده، چي ايساف به د اړتيا په وخت کي له افغان قواوو سره مرسته کوي.

ايساف وايي د دوئ سرتيري به هغه وخت په کامله توگه د افغانستان له هغو سيمو چي د انتقال په پروسه کي يې نومونه اخيستل شوي ووزي، کله چي د يادو سيمو په حالاتو کي بشپړ سمون راسي.

د انتقال پروسې په دوهم پړاو کي د بدخشان ولايت د شهر بزرګ، کوز يفتل، ارغنج، بهارک، تشکان او کشم ښارونو. د بادغيس ولايت د آب کمري، د هرات ولايت له شينډنډ، اوبه او چشت شريف پرته ټولي ولسوالۍ، د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ د ننګرهار ولايت د بهسودو، کوز کونړ، کامې او سره رود ولسوالۍ، د پروان ولايت له شينواري او سياه ګرد پرته ټولي ولسوالۍ، له صياد ولسوالۍ پرته د سرپل ولايت ټولي ولسوالۍ او د ميدان ورد ګ ولايت د بهسودو لومړۍ برخه، جلريز او د بهسود د مرکز مسئوليتونه هم افغان امنيتي ځواک ته سپارل کيږي.

د امنيتي مسئوليتونو په لومړي پړاو کي، چي د جولای په مياشت کي پيل شو، دوه ولايتونه، څلور ښارونه او له سروبي پرته کابل ولايت شامل و.

له ناټو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د ليږد په دوهم پړاو کي د افغانستان يو شمير نا امنه سيمي هم شاملي دي، چي د چارواکو په وينا له دغو سيمو څخه يو هم د غزني ښار دئ.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل