«٢٧ تنه ځانمرګي برید کوونکي مو ژوندي نیولې»
۱۳۹۲ فروردین ۱۰, شنبهانځور: افغان ځواکونه په ننگرهار ولایت کې د یوه وگړي د تلاشۍ په حال کې.
د شنبې په ورځ د خوست والي او د دې ولایت یو شمیر نورو امنيتي چارواکو په يوې ګډې خبري غونډه کې په تیر کال کې خپلې لاس ته راوړنې رسنیو ته اعلان کړي. په دغو لاسته راوړنو کې تر ټولو لویه خبره د دغو چارواکو په حواله د ۲۷ تنو ځانمرګو بریدکوونکو ژوندي نیول وه.
د خوست د ملي امنيت رياست مرستيال ډګروال ادم خان زرمتي، وويل چې تېر کال د کشفي دقيقو راپورونو له مخې ٢٧ ځانمرګي تر چاودنو مخکې له انتخاري واسکټونه سره نيول شوي دي. ښاغلي زرمتي زیاته کړه چې د دغو بریدکوونکو له ډلې څخه یو شمیر یې غوښتل چې په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې بریدونه تر سره کړي.
ډګروال ادم خان زرمتي همداراز وویل چې پر ځانمرګو برید کوونکو یې سربیره یو شمیر نور بهرني اتباع د جاسوسي تور نیولي دي. په همدې حال کې هغه د افغان ځواکونو هغې لاسته راوړنې ته هم اشاره وکړه چې له مخې یې له یوه موټر څخه ۳۰۰ نوې تومانچې هم نیول شوې وې.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى، هم په دغه خبري کنفرانس کې ګډون کړی وو. هغه وویل چې تیر کال د خوست ولایت پولیسو د بیلابیلو پوځي عملیاتو په پایله کې ٥٦ وسله وال وژلي او ۱۹۵ تنه نور یې ژوندي نیولي دي.
ښاغلي باقي زوی وویل: «موږ تېر کال ۱۰۴ ميله وسلې نيولي، ۳۵۴ حلقې ماينونه مو کشف او له منځه وړي. پر دې سربیره مو تر يوه ټن ډېر چاوديدونکي توکي هم نيولي دي.»
«د خوست ولایت امنیت نیولو ته چمتو یو»
د خوست ولایت امنیتي چارواکي وایي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل ولایت د امنیت نولو توان لري. په دې ولایت کې د ملي اردو یو تن چارواکي جنرال محمد ناصر هدايت، وويل: «افغان ځواکونه د خپل هیواد د ستاتلو توان لري. تر ۲۰۱۴ کال وروسته به گډوډي رامنځ ته نه شي.»
په همدې حال کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي، چې په دې کنفرانس کې یې گډون کړی وو وویل چې په روان کال کې به د خوست بیا رغونې ته ډیر پام واړوي.